اته ۸ کارونه چې د خاوند او مېرمنې تر منځ اړيکه لا قوي کوي

اته ۸ کارونه چې د خاوند او مېرمنې تر منځ اړيکه لا قوي کوي

اته ۸ کارونه چې د خاوند او مېرمنې تر منځ اړيکه لا قوي کوي

د ښځو او خاوندانو تر منځ اړیکې ډېرې متفاوتې وي، خینې ښځې او خاوندانو سره قوي اړيکه لري او ځینې نور یې یواځې له یو بل سره عمر تېروي.

د یوې ټینګې، صحت مندې او له خوشحالیو ډکې اړیکې لپاره باید تاسو ميلان وکړئ او په پوره قوت او علاقۍ سره هڅه وکړئ؛ له هڅې پرته له مينې ډکه اړيکه هم بې رنګه کېږي. ارواپوهان عموماً د ټينګې اړيکې د رامنځته کول لپاره مختلف نظرونه لري؛ ځینې احساساتي دي او په رښتینې مينې ټينګار کوي او ځینې نور یې منطقي برخورد کوي. دوی په اته ۸ کارونو چې د ښځې او خاوند تر منځ ټینګه او ژوره اړيکه جوړوي، موافقه لري. کېدای شي یو څه سخت ښکاره شي؛ لېکن په ټوله کې ډېر ارزښتمن ګڼل کېږي.

  1. خپل نظرونه مو له یو بل سره شریک کړئ:
    ستاسو هیلې، ستاسو وېره، ستاسو خوښي او داسې نور ډیر فکرونه مو له یو بل سره شریک کړئ. د ژوند شریک مو لدې خبر کړئ، تاسو څوک ياست. د ورځې په یوې برخې کې سره کينئ او ټولې مهمې خبرې سره شريکې کړئ. دغه يوه له مهمو کارونو څخه ده چې له یو بل سره مو اړيکه ټینګوي.
  2. سره دوستان شئ:
    له يو بل سره داسې اړيکه وساتئ لکه اعتمادي دوستان چې یې یو له بله سره ساتي: احترام، فکر او مهربانۍ څخه کار واخلئ. پدې سره به تاسو يو بل ته په ډاډه زړه خبرې وکولی شئ او د قوي اړيکې جوړېدو لپاره هم بهتره کار ده.
  3. خپل کړی بحث مو په خپله یو بل سره حل کړئ:
    ځینې وخت د خاوند اومېرمنې تر منځ شخړې منځته راځي، نو یو بل سره کینئ او د شخړې اصلي لامل پيدا کړئ او حل یې کړئ. د شخړو حلولو پر وخت ”مونږ“ جمله وکاروئ. له يو بل سره ناسته او شخړې حلول مو اړيکه لا قوي کوي.
  4. د یو بل په مثبتو کارونو فکر وکړئ:
    تاسو به د یو بل کوم کارونه ستایۍ؟ څوک به یې اول ستایۍ؟ همېشه په همدې فکر کې اوسئ او د یو بل مثبت کارونه ستايۍ، تر څو اړيکه مو لا قوي او له خوشحالیو ډکه شي.
  5. تشویق کوونکي اوسئ:
    کله چې شریک مو کوم مثبت کار تر سره کړه، نو کوښښ وکړئ تر څو یې تشویق یې کړئ. هېڅکله مو شريک ته بدې ردي مه وايۍ، حتی که تېروتنه یې هم کړي وي. د تېروتنې پر وخت ورته بخښنه وکړې او د بیا تکرار څخه یې تاسو وژغورئ.
  6. د یو بل ډیر عزت او احترام کوئ:
    د دې لپاره چې ډاډه شئ، چې په کومه اندازه د ژوند له ملګرې یا ملګري سره د خپلې اړيکې خيال ساتئ، ښه ده چې د کورنيو اړيکو مشاور ته ورشئ.
    هغه مينې هم چې ډېر وخت یې کېږي، ساتنې ته اړتیا لري؛ همدارنګه په هر وخت کې چې تاسې د مقابل لوري خیال ساتئ، پدې مانا چې هغه ته احترام لرئ او هغه احساساتو چې ستاسې په اړوند یې لري، عزت کوئ.
  7. د جوړې په شکل یو هدف وټاکئ:
    یو بل ته وویاست چې یو کال، پنځه کاله او لس کاله وروسته به ستاسو اړيکه له يو بل سره څنګه وي. او بیا د همدې ښې اړيکې جوړيدو لپاره هڅه وکړئ.
  8. یو بل ته له نورو ډیر ارزښت ورکړئ:
    له نورو وګړو بايد تاسو یو بل ته ډير ارزښت ورکړئ، ځکه ستاسو ټول عمر له یو بل سره تېريږي.

په اړه مثبت بدلون

Check Also

کله چی ولاړیږی ایا سترګی مو توریږی او د خستګی احساس کوی؟

کله چې ولاړیږئ آیا سترګې مو توریږي او د خستګۍ احساس کوئ؟

کله چې ولاړیږئ آیا سترګې مو توریږي او د خستګۍ احساس کوئ؟ کله چې ولاړیږئ …

يوه څرګندونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *