ستاسو هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي+ ویډيو
ستاسو هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي+ ویډيو

ستاسو هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي+ ویډيو

د موبایل د خرابېدو لامل په دې لیکنه کې لوستلی شئ. موبایل د نړېوالو د پرمختګ تر ټولو آسانه لار ده، اوس مهال د نړۍ په هر ځای کې خلک له بېلابېلو ځیرک موبایلونو څخه د خپلو ورځنیو او کاري ستونزو د حل لپاره ګټه اخلي، خو ځینې کسان ډېری وخت داسې کړنې ترسره کوي چې د دوی د موبایل د خرابېدو لامل کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د هغو تېروتنو په اړه معلومات درکوو چې د هغه په ترسره کولو به ستاسو موبایل خرابېږي.

که تاسو هم غواړئ د دغو تېروتنو په اړه پوه شئ او له تر سره کولو یې ډډه وکړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

دا هم درسره وګوری: موبایل مهم اپلیکیشنونه

تیروتنې

۱. هېڅکله د چارجر د ځای د پاکولو لپاره له ستنې څخه ګټه مه اخلئ!

ډېری کسان د دې لپاره چې د چارجر ځای له دوړو څخه پاک کړي، د اوسپنې له وسایلو لکه، ستن، سنجاق چاړې او داسې نورو وسایلو څخه ګټه اخلي. سربېره پر دې ځینې کسان د خپل موبایل د چارجر ځای پوف کوي، چې دا کار هم ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېدلای شي، نو ښه ده چې د دغو کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ.

۲. هېڅکله مو موبایل لمر ته مه ږدئ!

هېڅکله مو موبایل لمر ته مه ږدئ، ځکه چې د لمر وړانګې د دې لامل کېږي چې ستاسو د موبایل ښیښه ژر خرابه شي او هغه موبایلونه چې لمر ته پاتې شوي وي د عادي موبایلونو په پرتله پر سختۍ او ځند چارج اخلي، نو هېڅکله خپل موبایل لمر ته مه پرېږدئ.

 

۳. مه پرېږدئ چې د موبایل چارج مو صفر شي!

د موبایل د بټرۍ د چارجېدلو لپاره غوره حالت له شلو سلنو څخه تر اتیا سلنو پورې دی، نو هېڅکله مه پرېږدئ چې د موبایل چارج مو صفر شي، ځکه دغه حالت مو موبایل خرابولای شي.

۴. د ناسمو اپلېکشنونو له ډانلوډ څخه ډډه وکړئ!

ډېری اپلېکشنونه شته چې ویروسونه لري او ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي، نو ښه ده چې لومړی د اپلېکشن له ښه والي څخه ځان ډاډه کړئ او وروسته یې ډانلوډ کړئ.

ستاسو هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي+ ویډيو
ستاسو هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي+ ویډيو

۵. هېڅکله مو موبایل تشناب ته له ځان سره مه وړئ!

د الکټرونکي وسایلو په ځانګړي توګه د موبایل وړل تشناب ته ډېر خطرناک دي، که تاسو په تشناب کې خپل موبایل چارج ته کېږدئ د ډېرې کوچنۍ تېروتنې په ترسره کولو سره برښنا شارتي کولای شي، ځکه تشناب او شاوخوا ټول ځایونه لانده وي، نو د برښنا د نیولو خطر او وېره هم شته.

۶. هېڅکله د موبایل د پاکولو لپاره د کور د پاکولو له وسایلو څخه ګټه مه اخلئ!

ډېری کسان د خپل موبایل د ښیښې د پاکولو لپاره د هغې مایع څخه ګټه اخلي، چې د خپل کور ښیښې پرې پاکوي او یا د خپل موبایل د شاوخوا  د پاکولو لپاره د لوښو مینځلو له مایع څخه ګټه اخلي چې دا کړنه بېخي غلطه ده او ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي.

نو که غواړی چې موبایل مو ژر خراب نه شي، نو د یادو کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ، ډېری موبایلونه یو یا دوه کاله د ضمانت لپاره وخت لري، خو که موږ د یادو کړنو له تر سره کولو څخه ډډه وکړو کولای شو چې له دغې دوه کلن ضمانتي موبایل څخه اته کاله ګټه واخلو، نو ښه ده چې له یادو کړنو څخه ځانونه لرې وساتو تر څو له یو ښه موبایل څخه د ډېر وخت لپاره ګټه واخلو.

۷.ستاسو موبایل ستاسو په هکله څه وایي؟

ځیرک ټلېفون زموږ د هویت پیژندنې پر یوه برخه اوښتی.

له موږ ډېر کسان تر پنځه ساعته ډیر وخت له ځیرک ټلېفون سره تېروو.

خو ځیرک ټلېفون څه وايي، چې موږ څنګه کسان یو؟

د لینکن او لنکستر پوهنتونو څېړونکو د اندروید او ایفون لرونکپ ۵۰۰ کسان او له خپلو موبایلونو سره د دوی چلن څېړلی دی.

داهم ولولئ: د شپې ښه خوب کولو لپاره دغه شپږ لارښونې عملې کړئ

په اړه Hafizullah Amiri

زما نوم حفیظ الله امیري ده، په قمر خیریه بنسټ کې د ګرافیک ډیزاینر په حیث دنده ترسره کوم، په جهان پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل یم، او په لیکوال ویب سایټ کې په مختلفو برخو کې لیکنې کوم.

Check Also

د ځان ارزونه څه ده او څنګه ترسره کیږي؟

د ځان ارزونه څه ده او څنګه ترسره کیږي؟

د ځان ارزونه څه ده او څنګه ترسره کیږي؟ د فعالیت ارزونه د ټیمونو ترمنځ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *