افغانستان د شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه
افغانستان د شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه د شل اوریز نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وروستی ۱۵کسیز نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره د محمد نبي په مشرۍ ۱۵ کلسيزه لوبډله اعلان کړې ده، چې د پخوانيو لوبغاړو لکه حميد حسن، اصغر افغان او شهزاد محمدي تر څنګ ځينې ځوان لوبغاړي هم په کې غوره شوي دي. ۲۰۲۱م کال نړیوال جام لوبې د عمان او عربي متحده اماراتو په کوربتوب راتلونکې اکټوبر میاشت کې پېلېږي، افغانستان به په خپل ګروپ کې د لومړي پړاو څخه د راتلونکو دوو لوبډلو ترڅنګ له پاکستان، هندوستان او نیوزلینډ لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي.
له دې هم خبر شئ: If You are Not Receiving Gmail’s Two-step Verification Code

افغانستان به عادي لوبیږي:
کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) سرپرست اجراییوي رییس جیوف الراډیس ویلي، چې افغانستان د بشپړ غړیتوب لرونکی هیواد دی او په نړیوال شل اوریز جام کې به په عادي ډول لوبېږي.
یسپین کریکنپو د راپور پر اساس، جیوف الراډیس ویلي، کله چې په اګست کې پر کابل نوی حکومت حاکم شو، نو د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان کرکټ بورډ سره په اړیکه کې وه، ترڅو هلته د کرکټ وده روانه اوسي.
نوموړي ویلي:((کله چې د افغانستان نظام بدل شو نو موږ له افغان کرکټ بورډ سره اړیکه کې و. زموږ دنده همدا ده چې په دې هیواد کې د خپل غړي بورډ په مرسته کرکټ ته پرمختګ ورکړو.))

سرپرست اجراییوي ریس الراډيس زیاته کړې ده:((موږ په تمه یو چې هلته د وخت په تېرېدو سره د نوي نظام سره څه پېښېږي. موږ هر څه څارو او په راتلونکې غونډه کې، چې له نړیوال جام وروسته کیږي، په دې تړاو خبرې کوو.))
افغان لوبډله به په نړیوال جام د یو بشپړ غړیتوب لرونکې هېواد په څېر په عادي ډول برخه واخلي او سرپرست اجراییوي رییس نړیوال جام ته د منظمو تیاریو خبر ورکوي.
ملي لوبغاړو په قطر کې شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه تمرینات پیل کړي دي.
راټولونه: سید نظیر سادات
دا هم ولولئ: په پي سي ایل کې د نجیب ځډراڼ حیرانوونکې لوبه + ویډیو
يوه څرګندونه
Pingback: نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت! - ليکوال ويب پاڼه