په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ
په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ

په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ

په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ

د سالم او صحت مند اوسیدلو راز په صحت مند ډول زندګي کې نغښتې ده، او ورزش او په خاصه توګه په سحر کې ورزش د دې یو مهمه او بنیادي حصه ده. ورزش کول خو په عمومي ډول د انسان بدن لپاره ډیر مفید دی، خو په سحر کې وختي پاڅیدل او ورزش کول نو بیا بیل ځای لري. یوڅو موده مخکې روغتیاپالانو دا منلي وه چې په ټوله ورځ کې یو وخت ورزش کول د صحت لپاره ډیر ګټور دی.

په آسټرلیا کې ځینې څیړنو مطابق سحر وختي نیم ساعت ورزش سره سره که د ورځې په دوران کې د کار په وخت لږ وخت لپاره په ټاکلي وخت کې قدم ووهل شي. نو دغه د وینې فشار متوازن ساتلو لپاره ډیر ښه ثابت شوی دی.

له دې څخه مو هم خبر کړم: په کور کې د قبضیت درملنه څرنګوالی

هایپرټینشن ژورنال کې خپره شوې څیړنه کې ښودل شوي دي، چې هغه ښځې چې د کار په دوران کې څو څو ساعته په یو ځای کې کیني، نو دوې ته پکار ده چې د ورځې په دوران کې لږ تر لږه دوه یا درې دقیقو په مینځ کې قدم ووهي او دا د ځان لپاره عادت وګرځوي.

په خاصه توګه د ډیر عمر لرونکي کسان یا هغه کسان چې وزن یې زیات وي نو د دوې لپاره ډیره موثر ثابتیدلای شي.

په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ
په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ

د Michael Wheele وینا:

د آسټرلیا په میلبورن ښار کې د Baker Heart And Diabetes Institute په انسټیټیوټ کې د لیکلوال  Michael Wheeler په وینا که د دې دور پر ژوند نظر واچول شي، نو دفتري کارونه، د کور کارونه او د سفر په حال کې زمونږ زیات وخت په ناسته تیریږي. یعنې داسې ویل به هیڅلکه غلط نه وي چې هوسا ژوند زموږ د معمول برخه ګرځیدلې ده.

خو د ځینو څیړنو څخه داسې ثابتیږي چې د ورځې ډیره ناسته د لوړ فشار په پورته کولو کې هم رول لري. چې د زړه د ناروغیو له جملې څخه دی.

خصوصاً د زیات عمر لرونکي کسان د زړه ناروغي او د لوړ فشار شکایت سبب کیږي، چې اصلي لامل یې د دوې د ورځې زیات وخت کیناستل وي.

ورزش یا په مسلسل ډول ناسته کې وقفه ورکول ډیر مفید ثابتیدلای شي. نو ځکه Wheeler او د ده ملګري په یو وخت کې د دغو دواړو فعالیتونو اثرات باندې پوهیدل غوښتل چې آیا دغه عمل څخه اضافی ګټه حاصلیږي او کنه له څیړنو څخه اخیستل شوي.

نتایجو څخه دا ثابتیږي چې د دې عمل په وخت کې د ګروپ هغه وګړي چا چې د سحر ورزش یا په مسلسل ناستې وقفه کوي د دوې د لوړ فشار اندازه ډیره کمه شوې وه. چا چې د ورځې نیم ساعت ورزش او یا یې د ناستې په وخت کې درې یا د درې څخه زیاتو دقیقو لپاره قدم وهو په دغو کسانو کې زیات مثبت تغیرات راغلي وه. چې دغه تغیرات د نارینوو څخه زیات په ښځو کې لیدل کیدل.
Wheeler وویل چې مونږ لپاره دا ډیره حیرانوونکې تجربه وه چې ورزش سره سره د مسلسل ناستې په وخت کې وقفه کولو سره د ښځو په لوړ فشار کې ډیر تغیرات راغلي وه.

د Dr.Bhammer وینا:

د Reuters Health په نوم خبر رسونکې ادارې ته د انټریو په دوران کې Dr.Bhammer وویل چې د ورزش له فایدو څخه مونږ ټول پوه یوو. او د دې خبرې هم ډیری شواهد موجود دي، چې په مسلسل ډول ناستې سره لور فشار په اندازه کې زیاتوالی راځي. او منفي اثرات مینځ ته راځي. نو اوس مهمه دا خبره ده چې مونږ وقفه خپل روزمره تقسیم اوقات جوړ کړو. او په مسلسل ډول څلور ساعته ناستې څخه دریغ وکړې او د ښه سحت ضامن شئ.

ژباړه: سید نظیر سادات

دا هم ولولئ: په نهاره کوم ډول خواړه وخورو

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

افغانستان د شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

افغانستان د شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

افغانستان د شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه افغانستان د شل اوریز نړیوال …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *