په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ
په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ

په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ

په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ

په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ. هر سهار زمونږ لپاره ژوند یوه نوې مبارزه ده، مونږ فکر کوو چې یوه پیاله قهوه به مو هر څه سم کړي . خو آیا تاسو پوهیدئ چې د اوبو څښل به د قهوې تر څښلو ډیر ګټور وي؟

اوبه د الله تعالی له هغو سترو نعمتونو څخه دي چې، انسان له بې شمیره عادي او وژونکو ناروغیو ژغورلی شي او هر څوک څومره چې وغواړي کارولی یې شي.

له دې هم خبر شئ: د سترګو شاوخوا تورې حلقو لاملونه

د یو شمیر روغتیایې څیړنو او موندنو پر بنسټ سهار په خالي خېټه اوبه څښلو عادت ډیرې روغتیایي ګټې لري او د ګڼو ناروغیو مخنیوی کولی شي.

په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ
په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ

که چیرې یواځې د یوې میاشتې لپاره په نهاره اوبه څښل عادت وګرځول شي نو لاندې روغتیایي ګټې به ولري.

۱- د روغتیا او تازه ګۍ احساس:

یوې څیړنې ثابته کړې هغه کسان چې په ورځني ډول سهار په نهاره اوبه څښي هغوې د نورو په پرتله ډیر د روغتیا او تازه ګۍ احساس کوي ځکه چې په نهاره اوبه څښل له بدن څخه زهري مواد خارجوي او انسان ته د روغتیا او تازه ګۍ احساس ورکوي.

۲- میتابولیزم کې غوره والی:

د روغتیایي څیړنو په پایله کې ثابته شوې ده چې سهار په نهاره د اوبو څښلو په پایله کې انسان هر وخت د لوږې احساس نه کوي او د انسان ځواک غوره کیږي.

۳- په نهاره د اوبو څښل د ژر زړیدو مخه نیسي:

په تشه معده د اوبو څښل یعنې په نهاره د اوبو څښلو  سره دا ثابتولی شي چې دا د ( اکسیر) د طاقت شربت یو ډول وي. اوبه د بدن څخه د زهري موادو لکه بکتریاووې او نورو مضرو عناصرو په ایستلو کې مرسته کوي. اوبه ستاسو بدن سره مرسته کولای شي چې د آزادو رادیکالونو سره کوم چې د ژر زړیدو سبب کیږي مبارزه وکړي. ددې علاوه که ستاسو پوستکی د ننه څخه په مناسب ډول هایدرایت یا اوبه شي نو ستاسو پوستکی به دوباره ځوان معلوم شي، کوم چې به د یوې نرمې، وریښمنې او عوړیدلي څیرې په ساتلو کې مرسته وکړي.

۴- د وزن کموالی:

د لوږې احساس نه کولو سربیره د هاضمې نظام هم ورو کیږي او ددغې پروسې په پایله کې اضافې وزن کمیږي.

۵- د سینې سوی:

هغه کسان چې د سینې له سوي څخه شکایت لري باید په نهاره اوبه څښل خپل عادت وګرځوي.
په نهاره اوبه څښل د سینې سوی او له خوړو څخه وروسته د معدې د تیزابې کیدو شکایت له منځه وړي.

په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ
په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ

۶- پوټکی:

د دغه عادت خپلولو څخه یوه موده وروسته د پوټکي روغتیا بهتره کیږي او ځلا پیدا کوي.

۷- په نهاره د اوبو څښل د ویښتانو روغتیا:

په نهاره اوبه څښل نه یواځې دا چې، د ویښتانو روغتیا بهتره کوي بلکې ویښتانو ته ځانګړې ځلا ورکولو سره ښکلا هم ورکوي.

۸- د ناروغیو ګواښ کمول:

دغه وړیا او عادي عادت د بدن دفاعې نظام پیاوړی کوي چې په پایله کې یې د ځینو عامو ناروغیو خطر کمیږي، په نهاره اوبه څښل مو د قبض له ناروغۍ هم ژغوري.

د خوارک لپاره مو اشتها چمتو کوي:

مونږ مخکي واضح کړه چې د اوبو څښل د کولمو په صفا کولو او د کالوریو په سوځیدولو کې مرسته کوي، سهار وختي چې معده په مکمل ډول تشه وي دا طبیعي ده ته به لوږه احساسوي. نو ځکه  په خالي معده د اوبو څښلو یوه بله ګټه داده چې ستاسو وجود دې ته چمتو کوي د ورځې – سهارنهاری په جریان کې تر ټولو مهمه عذا ولرۍ. ددې تر څنګ مونږ ټول پوهیږو چې سالمه اشتها د روغ صحت ضمنت کوي.

طریقه:

سهار له خوبه تر ویښیدو وروسته حتی د غاښونو وینځلو څخه وړاندې د دوو څخه تر څلور ګیلاسه اوبه وڅښئ
که چیرې دغه اندازه ستونزمنه وي نو له یو ګیلاس څخه یې پیل کړئ او د وخت په تیریدو سره د اوبو اندازه زیاته کړئ.
د سهار، غرمې او د شپې له ډوډۍ وروسته تر دوه ساعتونو پورې له خوراک او څښاک څخه ځان وژغورئ.

نورې لیکنې هم ولولئ: فشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئ

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ – …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *