نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!
نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!

نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!

نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!

نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت! د کرکټ ملي لوبډلې ته سږکال د مخکې تګ بهترین چانس دی، دا ځکه چې افغان لوبډله لومړۍ لوبه له سکاټلنډ لوبډلې سره لري، چې ان شاالله یوه ښه لوبه به وکړي او پیل به لخېره له بریا سره وشي.

له دې هم خبر شئ: 10 Solutions to Fix ‘outlook App Not Working on Android Devices

دوهمه خبره داده چې د پاکستان او هند ترمنځ سیالۍ له نږدې په ښه شکل سره لیدلی شي، د دواړو لوبډلو کمزوري او پیاوړي ټکي په نښه کولای شي او ورته ښه پلان جوړولی شي او له پاکستان لوبډلې سره په یوه ښه پلان سره خپله دویمه لوبه کولای شي.

نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!
نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!

که له پاکستان لوبډلې سره یې ښه توپوهنه وشوه، حضرت ځاځی، محمد شهزاد، رحمان الله ګُربز، نجیب او محمد نبي له دغو لوبغاړو څخه دوه یې بهترینه لوبه وکړي، مطلب له نیمه سلیزې ډېرې منډې وکړي او یا تر نیمه سلیزه منډې برابرې کړي او پاتې لوبغاړي چې پریشر ونه لري هر یو یې وړتیا لري چې له ۳۰ پورته منډې په کمو بالونو جوړې وکړي.

درېم لوبه بیا له نمیبیا سره ده چې د هغې لوبډلې وروستۍ لوبه ورته هم ښه تجربه ده؛ خو باید پیچ ته په کتو پرېکړه وشي او بیا بریا خپله کړي.

څلورمه لوبه:

څلورمه لوبه بیا له هند سره ده چې دې لوبډلې سره هم یو ښه پلان جوړولی شي او کافي وخت لري، که چېرې افغان ملي لوبډله سکاټلنډ، پاکستان او نمیبیا لوبډلې ماتې کړې وي؛ نو سل په سلو کې ددې چانس شته چې هند لوبډله په لومړي ځل سره ماته کړي او همداسې نیزلنډ هم درحساب کړی.

وګورئ افغان لوبډله دنړۍ سپین بال کې خاص نوم او لوی پریشر پر نورو لوبډلو لري چې دا هم د لوبډلې د بریا یو مهم سبب کېدای شي. راشد، نبي او مجیب هغه لوبغاړي دي چې ټول لوبغاړي ترې ډېر پرېشر اخلي او دا د کرکټ ټول مبصرین مني.

نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!
نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!

بله خبره دا چې امارت زموږ کورنی میدان هم پاتې شوی او په دې میدانونو موږ ډېرې سیالۍ ګټلي او له نېکمرغه د بریا فصدې هم ډېره ده.

یادونه:

یادونه باید وشي چې ملي لوبډله داځل هېڅ د بهانې ځای نه لري او موږ ورته دعا کوو چې په پوره زړوتیا سره لوبه وکړي او مهم ټکی چې پریشر څخه دې ځان وساتي.

ډاډه یم چې سږ کال به افغان ملي لوبډله مخکې ځي او بریاوې به خپلوي ان شاالله نورې تبصرې هم لرم چې په راتلونکې کې به یې درسره شریکې کړم.

لیکوال: شمس الرحمن شمس

دا هم ولولئ: افغانستان د شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

بټکواین څه شی ده؟

بټکواین څه شی ده؟

بټکواین څه شی ده؟ يوه ډیجيټالي کرنسي ده، چې فزیکي وجود نلري خو د نړی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *