د اوکراین هیواد په اړه بشپړ معلومات: د اوکراین څخه را رسیدلي راپورونه وایي چې ګڼ شمیر روسي ځواکونه د بیلاروس او روسیې څخه پدې هیواد ورغلي او په ښارونو پریمانه توغندي وار شوي.
په پایتخت کیف کې د لمر خاته نه وړاندې د چاودونو غږونه هم اوریدل شوي. پداسې حال کې چې د دې ښار څخه خلک د وتو په حال کې دي، هرې خوا ته د ډزو غږونه اوریدل کیدل او په لویو لارو کې د موټرو بې حده ګڼه ګوڼه ده.
په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د غربي هیوادونو هغه هڅې بې ثمره شوې چې د څو اوونیو راپدیخوا پدې خاطر کیدلې چې د روسیې د دې کړنې مخه ونیسي.
دا هم ولولئ: د خوب په وخت کې سر ته د موبایل کیښودو له دې تجربې خبر شئ

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د روسیې د یرغل په غبرګون کې په ټویټر کې لیکلي چې “روسیې په مکرجنه توګه زمونږ په هیواد هغه شان برید وکړ لکه په دوهمې نړیوالې جګړه کې چې نازي جرمني کړی و”.
ښاغلي زلینسکي د اوکراین په ولس غږ کړی چې د خپل هیواد دفاع وکړي او ویلي دي چې هر هغه چا ته به وسلې ورکړل شي چې د جګړې لپاره چمتو وي.
هغه لیکلي، “روسیې په ناوړه لار ګام واخیست خو اوکراین د ځان دفاع کوي او پرته لدې چې مسکو څه فکر کوي، مونږ به د خپلې آزادۍ څخه تیر نشو”.
په اوکراین کې چارواکي وایي د روسیې هیلوکوپترو کیف سره نږدې د اوکراین په یوې نظامي هوایي اډې برید کړی او د اوکراین پوځ درې هیلوکوپترې ویشتلې او غورځولې دي.
اوکراين له روسيې سره د ډيموماتيکو اړيکو د پرېکون اعلان وکړ
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې هيواد يې له روسيې سره ډيپلوماتیکې اړيکې پرې کړې دي.
نوموړي زياته کړې، چې د روسيې پوځ اوکراين ته داخل شوی او د دې هېواد له وسله وال پوځ سره يې سخته جګړه روانه کړې ده. د زلنسکي په وينا، د اوکراين ځواکونو په دونباس سيمه، د دې هېواد په ختيځ، شمال او جنوب کې د روسي پوځ د بريدونو مخه نیولې ده او ادعا يې کړې، چې روسي پوځ ته يې ډېر زيانونه رسولي او نور زيانونه به هم ورته ورسوي.
لويديځو هېوادونو اوکراين په بشپړه توګه پرېښود
زلنسکي: لويديځو هېوادونو اوکراين په بشپړه توګه پرېښود
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه وويل، چې لويديځو هېوادونو په بشپړه توګه اوکراين ته شا ګرځولې او جنګ ته یې يوازې پرېښودلی دی.
نوموړي ويلي، چې هغه د ۲۷ اروپايي هېوادونو له مشرانو څخه پوښتنه کړې، چې ايا اوکراين په ناټو کې شاملېدای شي؟ خو لا يې هم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
زلنسکي زياته کړې، اوکراين وېره نه لري، چې د خپل امنيت او بې طرفۍ په شمول د ډېرو مسئلو په هکله له روسيې سره خبرې اترې وکړي، ځکه اوکراين تر اوسه د ناټو غړی نه دی.
د اوکراین ولسمشر:
روسیه غواړي ما ووژني او بیا مې کورنۍ ختمه کړي.
وايي، هر څه چې کیږي، هیچرته نه ځم او له خپل هېواده دفاع کوم.
نوموړي ګیله کړې چې ملګرو هېوادونو په سخت وخت کې د روسیې لوی برید ته یواځې پرېښی.
د اوکراین پلازمینه، کیف:
ګڼ خلک له ډاره د ميټرو بسونو تمځایونو ته تللي، غواړي نورور ښارونو ته لاړ شي.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي نظامي حالت اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې کورونو کې پاتې شي.
بلخوا روسیه وايي، خلکو او ښارونو سره مو کار نشته، یواځې نظامي مرکزونه په نښه کوو او کوم عسکر چې وسله په زمکه کېږدي، معاف دی.
روسیه:
د اوکراین د هوايي دفاع سیستم مو لمنځه یووړ.
بل پلو اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې پنځه روسۍ جیټ او یوه هلیکوپتره مو را غورځولې دي.
دا هم ولولئ: انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده