کرکټ په نړۍ کې نن ډېره له پریشر ډکه سیالۍ ترسره کېږي
کرکټ په نړۍ کې نن ډېره له پریشر ډکه سیالۍ ترسره کېږي. پاکستان او هند ترمنځ هره سیالي په زړه پورې وي؛ خو دواړه لوبډلې له یو بل څخه کافي وېره لري؛ دا لوبه دومره اغېزمنه وي چې ان په میدان کې نندارکوونکي هم تر خپل اغېز لاندې راولي.
له دې هم خبر شئ: What is sales management? Definition, strategies and processes
په دې لوبو کې ډېر کله یوه پیاوړې لوبډله ډېر بې خونده پیل کوي، خو توپوهنه پکې تر توپ اچونې ډېره سخته وي.
راځو د ننۍ لوبې په اړه لنډه تبصره کوو.
ټاس ګټل:
زما په ګمان نن که هره لوبډله ټاس وګټي؛ نو لومړی به توپ اچونه کوي؛ ځکه چې توپ اچونکې لوبډله به هڅه کوي چې مقابل لوبډله تر خپل اغېز لاندې راولي او د توپ اچونې په برخه کې یوه لوبډله ډېر په اسانۍ تر اغېز لاندې راتلای شي.

بلګې په ډول؛ که لومړي توپ اچوونکي ښه اورونه ترسره کړي، ممکن په میدان کې د خلکو شور او زوګ توپوهنې تر کافي اغېز لاندې راولي او دا به د احساساتو سبب شي او لوبغاړي به د غلتو شاټونو ښکار شي.
دواړه لوبډلې سږ ډېر پیاوړي او له کافي تغیراتو سره راغلي دي؛ هر یوه که په منظم پلان سره لوبه وکړي؛ نو د ګټې چانس یې ډېری دی شي. هند لپاره تمریناتي سیالۍ کې پیل ډېر بهتره وو، هند له استرلیا او انګلستان څخه لوبې وګټلې؛ خو پاکستان بیا په دوو لوبو کې یوه وګټله او یوه یې وبایلله.
کې ایل راهول:
د هند لپاره په توپوهنه کې د کې ایل راهول د نړۍ بهترین توپوهونکی دی؛ پاکستان بیا پر لوبډلمشر بابر اعظم ډېر حساب کوي، په پاکستان سره یو بل نوم د فخرزمان او رضوان دی چې له هند سره د ښې لوبې تمه ترې کېدای شي.
هند بیا لوبډلمشر ویرات کوهلي ډېر د پام وړ ګڼي، کوهلي نه یوازې یو ښه لوبډلمشر دی بلکې یو ښه مدبیر لوبډلمشر هم دی.
که هند کې ایل راهول باندې حساب کوي؛ نو پاکستان بیا تېز توپ اچونکی شاهین شاه افریدي باندې حساب کولای شي، شاهین شاه افریدي هغه لوبغاړی دی چې هندۍ لوبډله په خاصه کې کېل راهول له ستونزو سره مخ کولای شي.
ویرات کوهلي که تخنیکي توپوهنه ده؛ خو د یادونې وړ ده چې پاکستان هم ډېر پیاوړی سپین بالر شاداب خان له ځان سره لري چې دا هم د کوهلي لپاره یوه ننګونه کېدای شي.
د هند بیټنګ:
د دې شل اوریز نړیوال کپ لپاره د هند په لوبډله کې د بېټینګ په برخه کې لوبډلمشر ویرات کوهلي، کې ایل راهول، روهیت شرما، ایشان کیشن او هردیک پانډیا په نړۍ کې له نومیالیو لوبغاړو دي. د بالینګ په برخه کې یې جیپریت بومرا، راوي چندرن اشوین، بوهنیشور کمار او محمد شامي نړیوال شهرت لري.

مخکې مو د شاهین وویل، خو د هند جسپریت بومرا مو له یاده وتی و، بومرا په خپل سوینګونو سره پاکستانۍ لوبډله تر کافي اغېز لاندې راوستی شي، محمد رضوان بیا د پاکستان لپاره فام کې ښکاري او ممکن یو څه ښه لوبه وکړي.
له پاکستان سره بل لوبغاړی محمد حفیظ دی چې کافي تجربه لري او په دې میچ کې به تر ډېره له خپلو تجربو ګټه پورته کړي؛ خو هند هم روهیت شرما او هردیک پانډیا له ځان سره لري چې یوازې نومونه یې د پاکستان لپاره کافي بلل کېږي.
هند به هڅه کوي چې له پاکستانه د لوبو د ګټلو ریکارډ خوندي وساتي او دا به خپلو سیالانو لپاره یو نه ماتوونکی ریکارډ جوړ کړي؛ چې بله هېڅ لوبډله به یې مات نه کړي.
لیکوال: شمس الرحمن شمس
دا هم ولولئ: نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!