اوسنې ټکنالوژي او زمونږ ورځنۍ ژوند
اوسنې ټکنالوژي او زمونږ ورځنۍ ژوند

اوسنې ټکنالوژي او زمونږ ورځنۍ ژوند

اوسنې ټکنالوژي او زمونږ ورځنۍ ژوند

اوسنې ټکنالوژي او زمونږ ورځنۍ ژوند ټکنالوژۍ زمونږ د ژوند بڼې ته تغیر ورکړی. مونږ انسانان یو، مونږ او تاسو دغه ټکنالوژي جوړه کړې او پر مخ یې وړو، تر څو خپل ژوند په ښه توګه وکړو. اوس نو ټکنالوژي زمونږ ژوند په هره ثانیه کې بدلوي.

له دې څخه هم خبر شئ: د شخصي متن پیغامونه او زنګونو ساتل او وهل

ربوټ زمونږ نوي انسانانو ته ورته شکلونه دي او په اخر کې کېدای شي چې همدغه ربوټ ټوله نړۍ کنترول کړي. اوس ټکنالوژي پدې هڅه کې ده چې پدغه نوي ربوټونو کې د انسان په څېر د وینې وینې جریان او د حس وړتیا ور اضافه کړي.

ټکنالوژي په هوا، اوبو، خواړو، تعلیم، سوداګرۍ، دفتر، بریښنا، بازار موندنې، مخابراتو، موټرونو، پارکنګ، سفر، خریداری، بانکونو او نورو ډیرو ځایونو کې شتون لري. ټکنالوژي تقریباً په هر ځای او ټول هغه وسایل چې مونږ یې په روزمره ژوند کې ترې استفاده کوو موجوده ده.

په اوس وختونو کې ټکنالوژي د یو پاچا په حیث لېدل کیږي او انسان یې د غلام په حیث. نو که چېرې غلان هوښیار اوسي نو دغه ټکنالوژۍ څخه به په مثبته توګه استفاده کوي.

اوسنې ټکنالوژي او زمونږ ورځنۍ ژوند
اوسنې ټکنالوژي او زمونږ ورځنۍ ژوند

نور هم راسره ولولئ:

تاسو پوهیږئ، ډیر خلک شته چې د سهار له خوبه راپاسیږي نو فکر کوي چې، څنګه خپله لیکنه ښه کړم؟ کاروبار به مې څنګه وي؟ په څه قسم دیرې پیسې لاسته راوړم؟ څنګه به خپل هدف ته رسېږم؟ او په همدې شان نور زیات فکرونه. دا ټول هغه فکرونه دي په کوم کې چې تاسو سره ټکنالوژي ډیره مرسته کولی شي.

زمونږ لپاره په زرګونو تجارتونو او خلک شته چې د انټرنیټ له لارې له مونږ سره مرسته کوي تر څو خپل ټول خوبونو ریښتیا کړو. ډیری خلک شته چې د همدغه انټرنیټ له لارې انلاین کاروبار لري.

د ټکنالوژۍ څخه استعمال دوه اړخونه لري چې یو یې مثبت او بل یې منفي اړخ دی. انټرنیټ تاسو ته د دواړو اجازه درکوي خو مونږ او تاسو ته لازمه ده چې د منفي اړخ څخه یې ځان وساتو او مثبت اړخ یې خپل کړو.

دا هم ولولئ: په ټولنیزو رسنیو کې د خوندي پاتې کېدو لپاره ۱۰ لس ضروري لارښوونې

په اړه مثبت بدلون

Check Also

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟ څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *