د برهوت څا کیسه، چې یمنیان یې د "جهنم تل" بولي
د برهوت څا کیسه، چې یمنیان یې د "جهنم تل" بولي

د برهوت څاه، چې یمنیان یې د “جهنم تل” بولي

د برهوت څاه، چې یمنیان یې د “جهنم تل” بولي

د جهنم (دوزخ) تل د یمن ختیځ المهرة ولایت په صحرا کې د (برهوت) په نامه د څا په اړه بېلابېلې افسانې او کیسې دي او خلک پر دې اند دي چې دا د پېریانو استوګنځی و.

فرانس پرېس اژانس په خپل رپوټ کې ویلي،‌ باور دی چې د دغې لویې څا ژوروالی د ۱۰۰ تر ۲۵۰ مترو پورې دی او سور یې نژدې ۳۰ متره دی او له تل یې ډېر بد بوی راپورته کېږي.

د جهنم (دوزخ) تل
د جهنم (دوزخ) تل

جهنم (دوزخ) تل یمني چارواکي لاهم نه پوهېږي چې د دې څا په تل کې څه دي.
د جیولوجي سیمو د ادارې او کانونو د شتمنیو د ادارې مشر صلاح بابحیر فرانس پرېس ته ویلي، اداره یې نه ده توانېدلې پوه شي چې د څا منځ‌کې ۵۰ متره ژور څه دي، ځکه چې هلته په ښکته کېدو اکسیجن کمېږي.

نور هم پاتې:

دی زیاتوي: “د څا منځ کې مو ځینې ناشنا څیزونه او ډېر بد بوی حس کړل چې هېڅ پرې پوه نه شوو، هلته وضعیت ډېر بل ډول و.”

 

د برهوت څا کیسه، چې یمنیان یې د "جهنم تل" بولي
د برهوت څا کیسه، چې یمنیان یې د “جهنم تل” بولي

له دې هم خبر شئ: 10 Impossible Coin Tricks Anyone Can Do

د لمر وړانګې هم د څا تل ته نه رسېږي خو د څا له خولې یوازې ځینې مرغان ښکاري او بس.
د تېرو څو پېړیو په اوږدو کې، ګڼو خلکو داسې کیسې رانقل کړې چې ګنې هلته پېریان دي او ډېری خلک پر دې باور دي چې دا پېریان د ځمکې پر سر خطر پېښوي او ښايي “ټول خلک له ستوني” تېر کړي.
ان ځینې خلک د دغې ناڅرګندې څا په اړه له دې وېرې هېڅ هم نه وايي چې کوم زیان ورته ونه رسېږي.
بابحیر زیاتوي: “ددغو سیمو څېړنه او د څا تل ته – چې عمر یې څو میلیونه کاله اټکل شوی- رسېدل ضروري دي.”

دا هم ولولئ: اوسنې ټکنالوژي او زمونږ ورځنۍ ژوند

بي یي سي

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ

د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ

د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ زړه د حملې نښې نښانې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *