آیا پوهیږئ چې ستاسو تر ټولو ښه ملګری څوک دی
آیا پوهیږئ چې ستاسو تر ټولو ښه ملګری څوک دی

آیا پوهیږئ چې ستاسو تر ټولو ښه ملګری څوک دی

آیا پوهیږئ چې ستاسو تر ټولو ښه ملګری څوک دی

آیا پوهیږئ هغه ملګری چې، تاسو هر وخت خپلو کمیو، کمزوریو او پرمختګونو ته متوجه کوي، هغه ملګری چې په خپله تاته خبرې نه شي کړای، خو بیا هم هر ځای کې هرې ستونزې ته مو د حل لاره پیداکوي. آیا پوهیږئ چې دا څوک دی دا کتاب دی. کتاب د انسان په ژوند کې تر ټولو وفاداره او ښه ملګری دی.

د کتاب په اړه د ځینو علماؤ ویناوې:

ــ ګټور کتابونه هغه دي، چې لوستونکي دې ته وهڅوي، چې تر پایه یې ولولي. (ولټر)
ـــ تر ټولو نېکمرغه هغه څوک دی، چې له دې دوه څیزونو څخه یوه ته لاسرسی ولري: لومړی ښه کتاب او دویم هغه دوست چې د کتاب اهل وي. (ویکتور هوګو)
ـــ د یوه فرهنګ د له منځه وړلو لپاره، اړتیا نه شته، چې کتابونه وسوځوئ، بسنه کوي، چې داسې یو کار ترسره کړئ، ترڅو خلک یې ونه لولي. (ویکتور هوګو)

له دې څخه مو هم خبر کړم: څنګه په روانی او مؤثر ډول خبرې وکړو

ـــ آیا پوهیږئ بې فکره مطالعه بېځایه کار دی او له مطالعې پرته فکر کول خطرناک. (کنفوشیوش)
ـــ له یوه کتاب پلورونکي څخه پوښتنه وشوه: د کار و بار وضعیت دې څنګه دی؟ وې ویل: ډېر بد، ځکه هغه کسان، چې پیسې لري، مطالعه نه شي کولای او هغه کسان، چې سواد لري او مطالعه کولای شي، پیسې نه لري. (نامعلوم)
ـــ د چینجي په باور، ډېر عجیب او احمقانه کار دی، چې انسان خپل کتابونه نه خوري. (ټاګور)
ـــ ټول تاریخي کتابونه، چې درواغ پکې نه شته، په وېرونکي ډول، ستړي کوونکي دي. (اناتول فرانس)

آیا پوهیږئ چې ستاسو تر ټولو ښه ملګری څوک دی
آیا پوهیږئ چې ستاسو تر ټولو ښه ملګری څوک دی

 

نورې ویناوې هم راسره ولولئ:

ـــ انسان په کتاب کې داسې شیان ویني، چې په سترګو یې نه ویني ځکه، چې هغه په زرګونو کیلومټرو لرې دي او یا زیاته موده ورباندې تېره شوې ده. (اناتول فرانس)
ـــ څومره وګړي دي، چې د زړو متونونو په تفسیر او څېړنه کې ساری نه لري، خو د خپل ژوند د کتاب د پوهنې او لوست څخه په بشپړه توګه بې برخې دي. (اناتول فرانس)
ـــ هېڅکله خپل ډېر ګران دوست ته هم کتاب امانت مه ورکوه، ځکه چې زما په کتابتون کې یوازې هغه کتابونه دي، چې له نورونه مې په امانت اخیستي دي. (اناتول فرانس)

د ژوند کیفیت مو دوه څیزونه ټاکي: هغه کتابونه، چې مطالعه کوئ یې او هغه انسانان، چې ورسره لیده کاته کوئ. (مک لوهان)
ـ که یوه ورځ کتاب راسره نه وي، نو لېونی به شم. (پلوتارک)
ـــ زما خوښېږي، چې هره ورځ له کتابونو سره واوسم او د هغوی په منځ کې مړ شم. (حسین رحمت نژاد)
ـــ کتاب هغه دوست دی، چې وړتیاوې دې بربنډوي، په تیاره کې رڼا ده، په یوازېتوب کې بوختیا ده، بښل کوي، خو په بدل کې یې څه نه غواړي. (موشه ابن اسرا)

او همدارنګه مارک توین وایي:

کتاب هغه ملګری دی چې په لوستو یې وجدان آرام، روح تازه او په ژوند کې له ستړیا پرته د پرمختګ او ښه ژوند کولو لارې چارې انسان ته په ګوته کوي. هر انسان باید له کتاب اخیستلو وړاندې د کتاب لوستلو لپاره وخت واخلي. ځکه کتاب د لوستو لپاره وي نو کله چې تاسو وخت وانخلئ کتاب اخیستل ګټه نه لري.

لیکنه: سید نظیر سادات

 

نورې لیکنې هم ولولئ: غواړئ چې بريالي شئ؟ په خپل اضافي وخت کې دغه اوو ۷ کارونه ترسره کړئ

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

آنلاین زده کړئ څه شی دي؟

آنلاین زده کړې څه شی دي

آنلاین زده کړئ څه شی دي؟ آنلاین زده کړئ څه شی دي؟ د کرونا وژونکې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *