د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې؛ همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده چې انسان ذهني نارامه ساتي، دفاعي سیستم یې کمزوری کوي، د شکر په څېر د سترې ناروغیو نښه بلل کیږي او دا ډول د یو شمېر نورو ناروغیو رامنځته کېدلو لامل هم جوړیږي، په دې اساس قبض ته د «مرضونو مور» هم ویل کیږي.
له دې هم خبر شئ: How do data-driven decisions drive business growth
د څیړنو پر اساس د شکری ناروغۍ نه غیر د سرطان ناروغۍ هم د قبض په بڼه رامنځته کیږي، روغتیا پوهان وایي که تاسې له قبضیت ناروغۍ سره مخ یئ نو هیڅکله دې ته په وړه سترګه مه ګورئ او ددې سمدلاسه درملنه ترسره کړئ.

په لاندې آسانه نسخو د قبضیت مخه ونیسئ او یا یې له منځه ویسئ!
زیتون تیل
د زیتون سوچه تیل د قبض په مخنیوي کې تر ټولو اهمه نسخه ده، ددې په استعمال سره د هاضمې سیستم په حرکت راځي چې ورسره کولمې پاکیږي، د پوهانو په وینا ددې لپاره باید هر سهار په لوږه یوه کاشوغه د زیتون تیل استعمال کړئ، ځکه چې په تشه خیټه یې اثر غوره وي.
اوبه
که چیرې هره ورځ اته ګیلاسه اوبه وڅښل شي د قبضیت څخه شکایت به له منځه ولاړ شي، اوبه د کولمو فعالیت متحرک کوي، هر کله مو بدن د اوبو کموالي سره مخ شو په قبض ناروغۍ اخته کیدلای شئ.
د پخلي سوډا
بیکنګ سوډا د قبض له منځه وړلو لپاره ښه ثابتیږي، د ګیلاس یو پاو برخه تړمې اوبو کې یوه کاشوغه بیکنګ سوډا ګډه کړئ او ښه یې حل کړئ بیا یې وڅښئ، ډیر ژر به مو قبض له منځه ولاړ شي. دا ډول مناسبه اندازه سبزي، مالټه، کیوي او مستې هم د قبضیت له منځه وړلو کې ګټورې ثابتیږي.
د قبضیت رامنځته کېدلو یو شمېر لاملونه دي، د بیلګې په ډول، په خوړو کې ژور بدلون، ډیر زیات پاخه شوي خواړه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې غواړئ وزن مو کم کړئ، د کافي یا نورو کافیین لرونکې څیزونو استعمال، ګازي څښاک او درد وړونکی درمل استعمال هم د قبض رامنځته کېدلو لامل ګڼل کیږي.
لیکنه: ډاکټر نوید خپلواک
دا هم ولولئ: د هډوکو کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې