د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو وځنډېد
د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو وځنډېد

د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو وځنډېد دا چې ولې علت یې دلته ولولئ

د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو وځنډېد

کرونا د محدویتونو له امله په افغانستان کې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ له ځنډ سره مخ شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ پلان درلود چې د هېواد په کچه د شپږیزه کرکټ شل اوریزه سیالۍ د روان کال په جون او جولای میاشتو کې ترسره کړي.

خو په افغانستان کې د کرونا د دریمې څپې او د عامې روغتیا وزارت د ځینو لارښوونو او محدودیتونو په اساس یاد لیګ د اوس لپاره وځنډول شو.

د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو وځنډېد
د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو وځنډېد

د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو

تېره میاشت کرکټ بورډ د لوبډلو د امتیاز ترلاسه کولو په موخه د ملي سوداګرو لپاره د لوبډلو د علاقمندۍ اظهارنامه اعلان کړې وه. چې یو شمېر ملي سوداګرو خپل غوښتنلیکونه دې ادارې ته سپارلي.

څرنګه چې د افغانستان کرکټ بورډ غواړي لا ډیر ملي سوداګر راشي. او په شپږیزه کرکټ لیګ کې پانګه اچونه وکړي. نو د افغانستان کرکټ بورډ هڅه کوي.

چې لوبډلو ته د امتیاز خاوندانو موندلو پروسې وخت کې زیاتوالی راولي. ترڅو دغه پروسه کې ډېرو ملي سوداګرو ته د لوبډلو رانیولو زمینه برابره شي.

په اخر کې د افغانستان کرکټ بورډ به هڅه وکړي. چې د لوبډلو د امتیاز خاوندان ژر معلوم کړي. ترڅو د هغوی لپاره د بازار موندنې او لا زیات چمتوالي برخه کې پوره وخت موجود وي.

نورې لیکنې هم ولولئ: راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری

 

په اړه مثبت بدلون

Check Also

په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ

په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ

په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ د سالم او صحت مند اوسیدلو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *