لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې!
لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې!

لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې!

لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې!

لمانځه ته د ماشومانو هڅونه د کورنۍ ټول غړي خصوصا میندې او پلرونه دا دنده لري چې خپل کوچني اولادونه د شرعي مکلفیت په نږدې کېدو سره لمانځه ته وهڅوي. که چېرې له کوچنیوالي ماشوم پر دې پوه نه کړل شي چې لمونځ غوره عبادت او د الله ج د حکم تر څنګ هغه پیرزوینه ده چې زموږ معنوي ګټې پکې نغښتې دي، ماشوم مو بې‌غوره او بې‌ پروا لویېږي.

لمونځ ډېرې ګټې لري. دلته ځکه خبرې نه پرې کوو چې زموږ د لیکنې محوري ټکی لمانځه ته د ماشوم رابلل او هڅونه ده.

لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې!
لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې!

څنګه کولی شو ماشومان دې ته چمتو کړو چې لمونځ وکړي؟

۱- ډله‌ییز عبادتونه:

مشران باید هڅه وکړي چې په کور یا دباندې ډله‌ییز عبادتونه وکړي او ماشوم هم ورته وبلي. پر دې مانا چې کله مو لمونځ کاوه، ټول جاینمازونه هوار او تر څنګ مو کوچني ماشومان هم درسره ودروئ. هغوی ته ووایاست چې زموږ حرکات وڅارئ.

له دې څخه هم خبر شئ: How to become a successful YouTuber

۲- نصیحت او بلنه:

د ورځې یا اونۍ کې یو ځل ماشومانو ته یوه کورنیزه شرعي غونډه چمتو کړئ. یانې یو کوچنی مجلس مو په کورنۍ کې جوړ او د مور مشران یا هغه چې شرعي مالومات یې ډېر دي، دوی ته نصیحت وکړي او عباداتو ته یې راوبلي.

۳- د زور نه کارونه:

هر کله مو چې ماشوم لا د لمانځه نه و، تاسو غوښتل چې هغه د لمانځه لپاره چمتو کړئ، یانې لمونځ نه و پرې فرض شوی، دې وخت کې که چېرې له لمانځه سره یې مینه نه درلوده، ډبوئ یې مه چې بیا عقده‌يي کېږي. لږ لږ یې څنګ ته کېنوئ او په مینه یې پوه کړئ چې زوی/لور دا دی ځتي دې پر لمانځه دروو، دغه دغه شیان زده او عمل پرې وکړه. حال دا چې زموږ ډېری ماشومان له همغه کوچنیوالي پخپله پر لمانځه درېږي او مینه ورسره پیدا کوي.

۴- بې لمانځه اولادونه مو تادیب کړئ:

هغه ماشومان چې سره له دې چې پر لمانځه مو درولي او لمونځ ته زړه نه ښه کوي، هغوی سره هغسې چلن وکړئ چې شریعیت پرې مکلف کړي یاست.

۵- ویې دار کړئ او زیری ورکړئ:

د لمانځه د ګټو په اړه ورته ووایاست. لمانځه ته د ماشومانو هڅونه ډیره مهمه ګڼل کیږي. دا چې کومې مادي، معنوي، روغتیایي او ټولینزې ګټې لري. دا هم ورته ووایاست چې زوی/ لور خدای به د هغه سپیڅلي ذات د خدايي لپاره ستايې او عبادت به یې کوې، نه د دې په پار چې مادیات دې ډېر شي او نه د دې په پار چې له جنجالونو خلاص شې؛ ځکه خدای د هغه د خدایي لپاره عبادت کول دومره خوند او ارامښت لري چې بل هېڅ شی یې هم نه لري. هر کله یې چې خدای د هغه د خدایۍ لپاره عبادت کړ، بیا یې دنیوي او اخروي ژوند ان شاء الله پخپله ښکلی کېږي. غوره ده چې د ستونزو پر وخت خدای سره خواله وشي؛ خو داسې نه چې په کړاوونو کې یې خدای په یاد او وروسته له هغې یې هېر شي.

که چېرې بیخي مو ماشومانو لمونځ نه کاوه، د لمانځه د نه کولو د ګناه او وېروونکي عذاب په اړه ورته ووایاست چې تادیب شي.

ملیحه ناصري

دا هم ولولئ: هکران څه ډول هکینګ کوي؟

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ – …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *