حضرت الله ځاځي بيا تباهي وکړه
حضرت الله ځاځي بيا تباهي وکړه

حضرت الله ځاځي بيا تباهي وکړه + ویډیو

حضرت الله ځاځي بيا تباهي وکړه + ویډیو

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په ایلیمینټر لوبه کې حضرت الله ځاځي د چټکې توپ وهنې پرمټ خپله لوبډله نیمه پای لوبې ته ورسوله

په یاده لوبه کې د لوبې پیل کراچۍ کینګز لوبډلې وکړ چې په پوره شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۵،منډو هدف په مخکې کېښود.

د زلمي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې وهاب ریاض، محمد عرفان،امید اصف دوه دوه او محمد عمران بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دوهم اننګز کې د پیښور زلمي لوبډلې ټاکل شوې هدف د حضرت الله ځاځي د ۷۷، منډو پرمټ د لوبې په شلم اور کې د پنځو لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ او نيمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

ځاځي په یاده لوبه کې د پنځو شپږیزو او لسو څلوریزو پرمټ په ۳۸، بالونو باندې ۷۷، منډې جوړې کړې او خپله ویکټ یې له لاسه ورکړه.

حضرت الله ځاځي بيا تباهي وکړه
حضرت الله ځاځي بيا تباهي وکړه

د حضرت الله ځاځي مرکه:

تکړه لوبغاړی حضرت الله ځاځی وايي مینوال که یې لر دي او که بر دي چې هر ځای کې وي د ټولو نه دا یو خواهش کوي چې کرکه او کینه او بد رد ویل پریږدي دا د یو بل سره ښه نه وي.

هغه وویل: “زه خپله د تعصب نه ډېر نفرت لرم چې څوک باید تعصب او نه کړي”

هغه وویل هیله کوي چې د پاکستان او افغانستان د قامي لوبډلو ترمنځه هم زر سیالۍ وشي، د ځاځي په خیال د لیگ د سیالیو نه پرته د پاکستان او افغان کرکټ لوبډلو تر منځ هم سیالیو ته اړتیا ده.

حضرت الله ځاځي دا هم وویل:

“نو دا ښه خبره ده چې دواړه هیوادونو خپل منځ کې سیریزونه (سیالۍ) ډېرې کړي، دا د سپورټس (لوبو) د ريلېشنز (اړېکو) چې دا څومره کولی شوي قوي وساتي نو په دې کې به د دواړو هیوادونو د کرکټ گټه یې”
هغه وویل هیله کوي چې د پاکستان او افغانستان د قامي لوبډلو ترمنځه هم زر سیالۍ وشي، د ځاځي په خیال د لیگ د سیالیو نه پرته د پاکستان او افغان کرکټ لوبډلو ترمنځ هم سیالیو ته اړتیا ده.
د یادولو وړده چې د کراچۍ لوبډلې لپاره په توپ اچون کې نور احمد د څلورو اورونو په ترسره کولو ۴۱، منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه.

راپور: سید نظیر سادات

دا هم راسره ولولئ: په پي سي ایل کې د نجیب ځډراڼ حیرانوونکې لوبه + ویډیو

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ

په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ

په سحر کې د ورزش له ګټو خبر شئ د سالم او صحت مند اوسیدلو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *