د پاکستان په سوپر لیګ کې حضرت الله ځاځي هم کارنامې وکړئ + ویډیو
د پاکستان په سوپر لیګ کې حضرت الله ځاځي هم کارنامې وکړئ + ویډیو

د پاکستان په سوپر لیګ کې حضرت الله ځاځي هم کارنامې وکړئ + ویډیو

د پاکستان په سوپر لیګ کې حضرت الله ځاځي هم کارنامې وکړئ + ویډیو

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام تیره شپه په څلورویشتمه لوبه کې د حضرت الله څاځي اړوند پیښور زلمي لوبډله او د کراچۍ کیګنز سره مخ شوي، چې د پیښور زلمي لوبډلې په کې د شپږو ویکټو په توپیر سره بری ترلاسه کړ.

له دې نه هم خبر شئ: د واټساپ نوی Feature 

په دغه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړي حضرت الله ځاځي په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله او په ۲۶ توپونو یې ۶۳ منډې وکړې. چې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو. حضرت الله ځاځي په خپلې توپوهنې کې ۴ شپږیزې او ۸ څلوریزې هم ووهلې، نوموړي په ۲۶۸ سټرايک رېټ سره توپ وهنه وکړه. چې لوبه یې د مینوالو لپاره یو څه خوندوره او روانه ساتلې وه.

د حضرت الله ځاځي ستاینه:

حضرت الله ځاځي دغه لوبه د ابو ظبی په شیخ ذاهد کرکټ لوبغالي کې چې د پیښور زلمي لوبډلې مشر جاوید افریدي هم له نږدې څارله ترسره کړه. او له دغې په زړه پورې لوبې وروسته یې نوموړی ستایلی جاوید افریدي چې د حضرت الله ځاځي چټکه توپوهنه یې په لوبغالي کې له نږدې څارله په خپل ټویټر یې په یو ټویټ کې د هغه د لوبې ستاینه کړې ده.

جاوید افریدی هغه محال په ټویټر د حضرت الله ځاځي په زړه پورې او خوندوره بیټنګ نوموړي په دې ټویټ کې ځاځی هم منشن کړی وه، د ستاینې په موخه یې دغه ټویټ کړی.

د پاکستان په سوپر لیګ کې حضرت الله ځاځي هم کارنامې وکړئ + ویډیو
د پاکستان په سوپر لیګ کې حضرت الله ځاځي هم کارنامې وکړئ + ویډیو

د جاوید افریدي ته د کرکټ مینوالو د ځاځي د توپوهنې په اړه لیکلي دي چې باید په راتلونکو لوبو کې هم نوموړي ته پرلپسې وخت ورکړل شي او د پیل لپاره لوبې ته د کامران اکمل سره یوځای میدان ته راښکته شي. جاوید افریدي ته د کرکټ مینوالو دا هم لیکلي چې کپتان باید حیدر علي په دوهمه ویکټ میدان ته راښکته کړي، او دغه ځای باید د تل لپاره حضرت الله ځاځي ته پریږدي.

حضرت الله ځاځي د دغه چټکې نیمه سلیزې په وهلو سره د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې دریم لوبغاړی شو چې په ۱۷ توپونو تیزه نیمه سلیزه ووهي.

د یادولو ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د حضرت الله ځاځي دغه ډول چټکه توپوهنه خورا ډیره ستایل شوې ده. او په راتلونکو لوبو کې یې د ښو اننګزونو تمه ښودل شوې.

نورې لیکنې هم ولولئ: په پي سي ایل کې د نجیب ځډراڼ حیرانوونکې لوبه + ویډیو

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

آنلاین زده کړئ څه شی دي؟

آنلاین زده کړې څه شی دي

آنلاین زده کړئ څه شی دي؟ آنلاین زده کړئ څه شی دي؟ د کرونا وژونکې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *