څنګه مونږ غریب کیدای شو او له دې څخه څنګه خلاص شو
څنګه مونږ غریب کیدای شو او له دې څخه څنګه خلاص شو

څنګه مونږ غریب کیدای شو او له دې څخه څنګه خلاص شو

څنګه مونږ غریب کیدای شو او له دې څخه څنګه خلاص شو تاسو په انټرنیټ کې کوم آنلاین سټور کې یاست، کوم توکي اخیستلو ته مو زړه کیږي او هغه جنس ستاسو په اکاؤنټ کې د موجوده پیسو څخه لږ څه قیمته دی خو اوس ستاسو لپاره هغه جنس د نړۍ تر ټولو مهمه او اړین شی جوړ شوی دی. تاسو اوس په دې فکر کې یاست چې داسې نه چې د دې جنس نرخ لوړ شي او یا خلاص شي نو بیا به یې د اخیستلو فرصت له لاسه ورکړم.

احساساتي حالت:

په دې احساساتي حالت کې تاسو په خپل ذهن کې محاسبه او حساب کوئ او د اخیستلو پریکړه وکړئ، مګر تاسو به دغه جنس ته دومره اړتیا نه لرې په دغه وخت کې تاسو د خپل بانک کارت شمیره هم نه دننه کوئ ځکه چې دا دمخه ستاسو په کمپیوټر براوزر کې زیرمه شوی دی، یوازې د بټنې کیکاږل دي. مګر د څو ورځو وروسته د پښیماني حالت شروع کیږي او تاسو به د دې پریکړې افسوس وکړئ. او یا له دې څخه هم بدتر چې تاسو به قرضداره شئ.

له دي هم خبر شئ: Several ways to make money in 2021

اقتصاد په برخه کې وروستیو څیړنو او مطالعاتو څخه ثابته شوې، چې هغه شرایط چې مونږ غیر منطقي پریکړې کوو ډیری وختونو زمونږ مالی حالت ته زیان رسوي. خو په دې برخه کې زمونږ تر ټولو عام مالي تېروتنې کومي دي او څنګه کولای شو د خپل مغزو پواسطه د دغو تیروتنو مخه ونیسو؟ د دغه عمل ترسره کولو غوره لاره دا ده چې مونږ پر دې پوه چې مونږ په خپل ورځني ژوند کې کوم عادتونو مخنیوی کولی شو.

خپل ځان ته نه ویل زده کړئ

تر ټولو لومړی، دا ښه ده چې په دې پوه شو چې دا اړینه نه ده چې احساسات او جذبات باید تل بد وي. برعکس دا زمونږ د بقا لپاره اړین دي.

د ساؤ پولو په پوهنتون کې پروفیسور او عصبي ساینس پوه ایلوارو ماخادو دیاس وايي: “طبیعت مونږ ته مینه او منطق دواړه راکړي دي، او دا بې ګټې هم نه دي. کله چې تاسو د احساساتو څخه بې برخه یاست، نو تاسو د نورو لپاره کوم احساس نه کوئ. له دې سره زمونږ پریکړه نوره هم خود غرضه کیږي او دا ټولنه به په ټولیزه توګه تباه کیږي.

د ساو پاولو په فدرالي پوهنتون کې پروفیسور او عصبي ساینس پوه ایلوارو ماچاډو ډیاس وايي: “طبیعت موږ ته مینه او منطق دواړه راکړي دي ، او دا بې ګټې ندي. کله چې تاسو د احساساتو څخه بې برخې یاست، تاسو د نورو لپاره احساس نه کوئ. زموږ پریکړې نوره هم خود غرضه کیږي او دا ټولنه په ټولیزه توګه تباه کیږي.’

مګر دا هم یو حقیقت دی چې زمونږ احساسات کله کله پر مونږ جدي تېروتنې کوي چې بیا مونږ پیښمانې ته اړ باسي. په دې معنی، د بیهوریل اکنامکس(چلند اقتصاد) او نیورو اکنامکس(عصبي اقتصاد) زمونږ لپاره ګټور کیدای شي چې زمونږ د غیر منطقي پریکړو حساب وکړي او د غلطو پریکړو څخه وژغورل شو.

له دي هم خبر شئ: What is a Burndown chart and what are its types and limitations?

په ذهن کې حساب مه کوئ

مګر د اخیستلو وړاندې هم له دغو غلطو پریکړو څخه ژغورل کیدای شئ.
ریناتا تیویروس وايي: ” کله چې تاسو ته دا معلوم وي چې د تاسو مالي وضیعت څنګه دی نو په قرض کې ډوبیدل هم مشکله ده”

‘دا د هر چا لپاره مهمه ده چې د مالي وضیعت په اړه وپوهیږي او خپل حساب کتاب ګورئ. ډیری خلک وایي چې دا ستونزمن کار دی خو د دې عمل ترسره کولو سره بیا ښه احساس لري. که تاسو د دغو په لیدو ویره لرئ، نو تاسو په هر ډول ذهني جال کې ګیر کیدای شئ.’

په دغه کې یو جال ‘په ذهن کې حساب’ دی. ډیری ذهني محاسبې چې مونږ يې د خپل مالي وضیعت په اړه کوو غلطې وي.

د خپل راتلونکې په اړه فکر وکړئ

مونږ چې کومې مهمې پریکړو کوو له هغې جملې یو هم د خپل راتلونکې په باره کې فکر کول او د دې په اړه پیلان نیول دي.

بې کاري، غیر رسمي کاروبار او هغه هیوادونه چې ډیر قیمتي په کې موجوده وي، په دغو هیوادونو کې د خلکو لپاره بې کاري ډیره ستونزمنه وي. نو چې کله حالت ښه وي نو بیا هم داسې کول ولې ستونزمن وي؟ په معاشي عواملو کې یو ‘انټرټیمپورل ډسکاؤنټنګ’ کیدای شې په دغې خبرې په پوهیدو کې له مونږ سره کومک وکړي.

له دي هم خبرشئ: What is Freemium Pricing Strategy?

ریناتا تیویروس وایي چې: ‘که څوک یو دوربین راواخلي او هغه سرچپه ونیسي نو څه به وشي؟ کوم چې لرې دي هغه به وړوکی ښکاري او کوم چې نږدي دي هغه به ډیرغټ ښکاري.”مونږ ته همدا اوس سمدستي انعام په کار دی ځکه چې له ګټې څخه غټ ښکاري چې په راتلونکې کې دی له مونږ څخه پټ دی

عصبي اقتصادي:

او مونږ یې په اړه نه پوهیږو.’ عصبي اقتصادي مطالعات ښیي چې کله مونږ د راتلونکې لپاره د پیسو سمپولو په اړه فکر کوو، د مغزو هماغه برخې فعالیږي کومې چې د یوه ناآشنا کس ته د پیسو ورکولو په فکر فعالیږي.

له دې څخه دا معلومیږي چې زمونږ د ذهن لپاره د راتلونکې لپاره د پیسو زخیره کول او همغه پیسې یو بل ته ورکول دواړه مساوي دي. د ریناتا تیویروس په وینا، د دې یو د حلاره په خپل ځان کې لږ زحمت پیداکول دي چې تاسو ته د خپل راتلونکې په اړه ډیر ښه فکر کولو کې مرسته کوي. زه اکثره وخت یو کار کوم هغه ایپسونو کاروم کوم چې تاسو ته زاړه ښکاري. له دې سره تاسو له انځور سره ځان شریک کولای شئ. له دې وروسته تاسو ته فکر کول پکار ده چې تاسو دغه شخص لپاره څه غواړئ. نو تاسو د خپل ځان او د راتلونکې ترمینځ ذهني اړیکه جوړوئ.

خپل ځان ته هو ویل زده کړئ

عصبي ساینس پوه ایلوارو ماخاډو ډیاس خبرداری ورکوي چې چیرته پیسې خوندي کول مهمه دی په همغه ځای کې تاسو باید خپل ځان ته هم اجازه ورکړئ.

دا فکر مه کوئ چې ځان ته ( د مصرف کولو) اجازه ورکول بد دی او په دې غلط فکر کې اخته شئ چې خپل ځان تل د خوشحالي ورکولو څخه لیرې ساتل ډیر اړین دي. مونږ نن هم د داسې خلکو د ژوند سمندر وینو چې په هغه کې د ژوند کولو هیڅ لیوالتیا نه لیدل کیږي. د ایلوارو په وینا، هغه پریکړې چې مونږ یې د خپل ژوند لپاره کوو هغه که اقتصادي وي او که نه وي تل منطقي نه دي او باید نه وي. “کله نا کله پر مونږ جذبات او احساسات غالب شي او په حقیقت کې دا د خپګان په ګډون د بدو پایلو لامل کیدای شي.”

پاتې برخه:

“مګر د منطقي پریکړې زمونږ د ټولنې او زمونږ لپاره ښې پایلې راوړي.” هغه وایي: نه د دې وخت دی، او نه مناسبه دی چې تاسو هرې پریکړې په اړه منطقي قضاوت پیل کړئ. تاسو د خپل جنګ انتخاب په خپله کول پکار دي. پر هغو اپشنونو غور او پام وکړئ کوم چې تاسو ته ډیر اهم او ضروري وي. دا هغه څیزونه دي چې تاسو په خپل ژوند او ټولنه کې شناخت جوړوي.

ژباړه: سید نظیر سادات

داهم ولولئ: غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

په اړه Hafizullah Amiri

زما نوم حفیظ الله امیري ده، په قمر خیریه بنسټ کې د ګرافیک ډیزاینر په حیث دنده ترسره کوم، په جهان پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل یم، او په لیکوال ویب سایټ کې په مختلفو برخو کې لیکنې کوم.

Check Also

انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده

انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده

انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده. هغې تر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *