څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟
څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟ خوراک او غذا د انسان د ژوند له مهمو برخو څخه ده، خو له دې هغه څوک خوشاله وي چې د هاضمې سیستم یې جوړوي، کله چې د انسان د هاضمې سیستم جوړ نه وي له خوراک څخه ورته یو شمېر ستونزې او ناروغۍ پیدا کیږي.
له دې هم خبر شئ: What is PDF Upgrade Movies App
په عام ډول له اندازې زیاته ډوډۍ خوړل هاضمي سیستم زیانمنوي، خو له دغې ستونزې د خلاصون لپاره له ډوډئ مخکې لاندې ذکر شوې څو کورنۍ نسخې عملي کړئ:
اوبه څښل:
د هاضمي سیستم غوره والي لپاره په بدن کې د اوبو اندازه پوره ساتل اړین دي، اوبه نه یواځې د سختو خوړو په هضمولو کې مرسته کوي بلکې د بدن لپاره اړین مواد په سمه توګه جذبولو کې مرسته کوي، د طب متخصصینو په وینا له ډوډئ څخه نیم ساعت دمخه اوبه څښل د هاضمې سیستم فعالیدو سره د میتابولوزم (metabolism )(۱) اندازه زیاتوي.

شین چای:
شین چای په تشه خیټه زمونږ لپاره عجیبه او زیانمنونکی ښکاري خو دا د هاضمې سیستم جوړولو لپاره یو شمېر ګټې لري، شین چای که څه هم له اکسیډنټ ضد (anti-oxidants) څخه بشپړ څښاک دی چې نه یواځې د معدې سوز ختموي بلکې میټابولوزم هم په چټکۍ سره په حرکت راولي، له ډوډۍ څخه نیم ساعت دمخه شین چای څکل مو د هاضمې سیستم ښه کولو کې مرسته کوي.
د مڼې سرکه
د مڼې سرکه که څه هم تریخ څښاک دی خو یوه کاشوغه د مڼې سرکه په ۲۰۰ ګرامه اوبو کې ګډ کول او له ډوډئ مخکې یې څښل یو څه اندازه د معدې تیزابیت پیدا کوي چې دغې تیزابیت ته د هاضمې سیستم جوړولو کې اړتیا وي، ځکه چې تیزابیت خواړه په کوچنۍ ټوټو ویشي او دې سره د هاضمې سیستم فعالیږي.
نوټ:
میټابولوزم metabolism هغه ماده ده چې بدن کې خواړه تبادله کوي او له زیان ورکولو څخه یې ساتي.
لیکوال: ډاکټر نوید خپلواک
دا هم ولولئ: د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ
يوه څرګندونه
Pingback: د هډوکو کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې - ليکوال ويب پاڼه