يو کس څنګه هېر کړو دا لیکنه د هغه چا لپاره ده
يو کس څنګه هېر کړو دا لیکنه د هغه چا لپاره ده

هغوی ته چې په چا پسې خفه وي؛ يو کس څنګه هېر کړو

هغوی ته چې په چا پسې خفه وي؛ يو کس څنګه هېر کړو

اړيکو په پای کې، اکثره وخت داسې ښکاري چې ژوند نور د پرمخ وړلو ندی. دغه فکر لرونکي اشخاص چې هر ځای ته ځي، وخت پرې نه تېريږي. او خپل ژوند ته شا کوي. په هر صورت، مګر دا ښه کار نه ده. د خپل چاپيريال د بدلولو پخاطر غوره ده، چې فکر مو سم کړي. او په ژوند کې مو داسې کارونه وکړئ چې تاسو مصروف وساتي.

که يو شي سره مينه لرئ او ترلاسه يې نه کړئ، نو دا طبيعي ده چې پسې خفه به ياست؛ خو بايد دا زده کړئ چې له ماضي څخه پند واخلئ او خپل ژوند وکړئ؛ نه دا چې ځان تباه کړئ. هغه یا هغې په اړه فکر مه کوئ، کوښښ وکړئ چې په مهمو موضوعاتو ځان مصروف کړئ. تاسې بايد خپل راتلونکی په خپله انتخاب کړئ.

یواځې تاسو یاست

داسې ښکاري چې يواځي تاسو ياست، چې ورځې، مياشتې او حتا کلونه د هغه چا په ياد او فکر کې تېروۍ چې ستاسو زړه يې مات کړی دی. ليکن تاسو يواځي نه ياست چې داسې حالت لرئ، بلکې ستاسو په شان نور ډېر خلک له داسې حالت څخه تېر شوي دي.

زما څخه به کلونه وخت ونيسي که چېري زه پدې موضوع باندې کتاب ولیکم او خپل هغه ملګري راياد کړم چې ما ورسره مينه لرله. هغه څوک چې ما ورسره مينه لرله او له ما سره يې مينه وه، اوس هغوی له ما څخه لېري دي او زه يې هير يم، خو زه هم نه غواړه چې هغوی مجبور کړم چې له ما سره يې مينه پيدا شي.

يو کس څنګه هېر کړو دا لیکنه د هغه چا لپاره ده
يو کس څنګه هېر کړو دا لیکنه د هغه چا لپاره ده

هغه څوک به څنګه هير کړئ او راتلونکی به څنګه جوړوئ

د یو کس د هیرولو لارښوونې:

  1. څه چې پېښ شوي ويې منۍ

    هغه څه چې تاسو غوښتل ترلاسه يې کړئ او ترلاسه يې نه شۍ کړای، نو دا ومنئ چې دا پېښه له ما سره شوې. دا به يې غوره لاره وي چې څه چې پېښ شوي تاسو يې ومنۍ او په اسانۍ سره هغه څوک هېر کړئ چې تاسو ورسره مينه درلوده.
    دا حقيقت، چې هر څه بدلېدونکي دي، نو هغه څه ومنۍ چې تاسو سره پېښ شوي.

  2. له هغه شيانو څخه ځان وساتئ

    د هغه چا يادول چې اوس ستاسو نه شي کېدای، بهتره ده چې هېر يې کړئ، ځکه که چېرته هغه تاسو رايادوئ، نو تاسو به د افسوس او خفګان احساس کوئ. نو د دې لپاره چې هغه ستاسو په ياد کې رانشي، هڅه وکړئ چې هغه څه څخه ځان وژغورئ چې تاسو ته د تېرې اړيکې ياد راتازه کوي. ټول هغه څه چې تاسو ته ستاسو ملګري/ملګرې درکړي وي، لکه کالي، ګوتمې، ساعت او هم داسې نور له ځانه لېرې کړئ.

  3. فزيکي اړيکه پرې کړئ

    تاسو نشۍ کولی هغه څوک هېر کړئ چې وخت نا وخت ورسره وينۍ، او يا دا چې د هغه د فعاليتونو په اړه اورئ. له هغه ځای څخه ځان وساتئ چې تاسو فکر کوئ چې هغه به هلته وي. او هم هغه چا سره اړيکه پرې کړئ چې هغه تاسو ته تېرې اړيکې په اړه يادونه کوي. د داسې اړيکې هېرول د ژوند کولو لپاره اړينه ده، ځکه هغوی تاسو ته د درد نه بغير هيڅ نشي درکولی.

  4. ځان مصروفه وساتئ

    هېڅ شی د مصروفيت او بوختيا په اندازه تاسې د هغه په اړه له فکر کولو نه شي خلاصولی. که هر څومره قوي واوسئ او په يو وخ کې د ګڼو موضوعاتو په اړه د فکر کولو وړتيا ولرئ. خو کله چې په واقعي توګه ستاسې ذن د يوې کليمي ښکار شي، نه شئ کولئ هغه د فکري لومړيتوبونو له کتاره وباسئ؛ نو اړينه ده، چې يو درسي برنامه يا جدي کار قبول کړئ او د هغه په کولو مصروفه شئ.   دغه کار دوه ګټې لري؛ يو خو دا جې خپل وخت مو په يو مهم کار ولګاوه او بله دا چې هغه مو له خپل ذن نه يو څه لرې کړه.

  5. په خپل ځان کار وکړئ

    که غواړئ يو څوک هېر کړئ، نو غوره ده چې ځان ته مو پام وکړئ. دا بهتره ده، چې د نورو په اړه فکر کول پرېږدئ او ځان ته مو پام وکړئ. که چېرې تاسو دې ته نه هڅېدی چې په ځان مو کار وکړئ نو مختلف مثبت فکرونه مو ذهن ته راوړئ، او پر ځان يې عملي کړئ.

  6. نوي خلکو سره وګورئ

    داسې ملګرو سره اړيکه ساتل چې د هغه کس په شان وي چې تاسو يې هېرول غواړئ نو ستونزمنه ده، نو هڅه وکړئ چې مختلفه خلکو سره اړيکه جوړه کړئ. ستاسو هغه ملګري چې له تاسو د تېرې اړيکې په اړه پوښتې کوي او دريادوي يې نه بهتره ده چې داسې نوي ملګري پيدا کړئ چې هغوی ستاسو د تېرې اړيکې په اړه هېڅ خبر ونلري. نوي دوستان به تاسو ته نوي فکرونه درکوي چې دا هم ستاسو لپاره د تېرې اړيکې هيرولو لپاره غوره لاره ده.

  7. راتلونکي ته مو فکر وکړئ

    د اړيکي په پای کې داسې ښکاري چې ژوند به پرته لدې اړيکې خوشحاله تېر نشي، خو د وخت په تېرېدو سره دغه خبره بې معنا ښکاري. حقيقت دا دی، چې تاسو بايد له داسې فکر کولو څخه ډډه وکړئ او د روښانه راتلونکي په اړه مو ژور فکر وکړئ.

  8. بښنه وکړئ او هېر يې کړئ

    په انګليسي کې يو عبارت دی چې معنا يې ده (وبخسئ او هېر کړئ) که ټول پورته ياد شوي کارونه مو وکړل او حالت مو لږ ښه شو. خپل عادي ژوند ته وګرځېدلئ، يا نور د غچ په فکر کې نه وئ. له خفګانه ووتلئ، نو دا يې وخت دی چې بخښنه وکړئ؛ هغه او د هغه ټولې ګړنې، چې ستاسې د ځورولو لامل شوي دي هېرې يې کړئ.

ژباړه: خالد دانشيار سيدي

نورې لیکنې هم ولولئ: دغه پنځه پوښتنې له ځانه وپوښتئ

په اړه مثبت بدلون

Check Also

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ – …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *