څنګه خوشاله ژوند وکړو؟
څنګه خوشاله ژوند وکړو؟

څنګه خوشاله ژوند وکړو؟ دلته یې په اړه ټول رازونه لوستلای شئ

څنګه خوشاله ژوند وکړو؟

ډېری کسان په دې تمه شپې او ورځې سبا کوي، چې څه وخت به یې خوشالي کور ته کډه راوړي. دوې له ځان سره وایي، که شتمن وای، نو خوشاله ژوند به مې درلود. که دوه کیلو مې وزن کم یا زیات وای، په خپل ژوند کې به ډېر خوښ وای او داسې نور. تر اوسه مو دا ډول خبرې له خولې وتلې دي او یا مو یې په اړه فکر کړی دی؟

تر هر څه د مخه باید خوشحالي تعریف کړئ. تاسې خوشحالي څه ته وایاست؟ زما په اند خوشحالي د انسان یو ډول داخلي حالت دی. داسې یو حالت چې بدن، ذهن یا فکر او ان روح مو په بشپړه توګه ارامه و اوسي.

هر کله مو چې دا ډول ارمتیا احساس کړه، پوه شئ چې خوښ یاست. خوشحالي یو ډول اطمینان او توان دی، د دې توان چې په ژوند کې له هر ډول ستونزو او ننګونو سره ډغره ووهلی شئ.

څنګه خوشاله ژوند وکړو؟
څنګه خوشاله ژوند وکړو؟

خوښ اوسېدل ډېر ساده او اسانه رازونه لري. له نن وروسته له ځان سره پرېکړه وکړئ، چې خوشاله و اوسئ. دا هم ممکنه نه ده چې، انسان دې تل خوشاله او خوښ ژوند ولري. معلومه خبره ده چې ژوند د خوښیو او خپګان ټولګه ده، خو تر ډېره هڅه وکړئ، چې دا ځان ته روښانه کړئ. څنګه کولای شی خپل ځان خوشاله وساتی. شتمني، ښکلا او حتی تر ټولو ښه دنده درلودل هم نه شي کولای انسان خوشاله وساتي، که غواړی چې خوشاله ژوند وکړی، پر خپل ځان باید کار وکړئ.

 

 

د خوشحاله ژوند لیکنې پایله:

خپل ځان له کینې پاک کړئ، مهربانه و اوسئ، ستونزې د ځان د ځواکمنتیا لپاره د ننګولو په ډول وکاروئ. د خدای ‘ج’ پر نعمتونو شکر وباسئ او قدر یې وکړئ. لوړې هیلې ولرئ، پر وړو شیانو فکر مه کوئ او د نورو په اړه ښې خبرې وکړئ!

نورئ لیکنې هم ولولئ.

پنځلس ۱۵ ناوړه عادتونه چې تاسو یې همدا اوس پرېښودو ته اړتیا لرئ

په اړه مثبت بدلون

Check Also

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟ څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *