که د ویښتانو توییدو سره مخ یاست دغه لیکنه هتمن ولولئ
که د ویښتانو توییدو سره مخ یاست دغه لیکنه هتمن ولولئ

که د ویښتانو توییدو سره مخ یاست دغه لیکنه هتمن ولولئ

که د ویښتانو توییدو سره مخ یاست دغه لیکنه هتمن ولولئ

که د ویښتانو توییدو سره مخ یاست څه باید وکړئ؟ د وېښتانو تویېدل د نارینه او ښځو مهمه ستونزه ده. ځینې وخت ممکن د یو چا پر ځان د باور کچه هم ټیټه کړي او ټولنیز ژوند یې تر تاثیر لاندې راولي. په دې لیکنه کې د وېښتانو د تويېدلو پټ لاملونه در پېژنو.

له دې هم خبر شئ: ښه خوب مو ژوند اوږدوي

۱د وینې کمښت

د وینې کمښت په ځانګړي ډول په ښځو کې د وېښتانو د تويېدلو مشهور لامل دی. د وینې د کمښت ستونزه له ناسمې تغذیې سرچینه اخلي او معمولاً د ۲۰ او ۵۰ کلونو تر منځ عمر لرونکې ورسره مخ وي.

۲د جاغور ناروغي

وېښتانو تویېدل د تیرویید د ناروغي لومړنۍ نښه ده. د دغه ناروغي له درملنې وروسته د وېښتانو د تویېدلو مخنیوی خپله کېږي.

۳ذهني فشار

له ورځني ژونده، ناروغیو، سخت کار او نورو څخه ذهني فشار هم د وېښتانو د له منځه تلو سبب کېږي. ذهني فشار په نارینه او ښځو کې یو ډول اثر لري.

که د ویښتانو توییدو سره مخ یاست دغه لیکنه هتمن ولولئ
که د ویښتانو توییدو سره مخ یاست دغه لیکنه هتمن ولولئ

۴جنیټیکي جوړښت

په نارینه او ښځو کې د وېښتانو د تویېدلو مهم لامل جنیټیکي جوړښت دی. په نارینه وو کې د وېښتانو د له منځه تلو دلیل د تستوسترون DHT هورمون لږوالی دی. په ښځو کې بیا د نارینه هورمونو سربېره اروماتاز انزایم هم د وېښتان د تویېدلو مسؤل دی.

۵وېښتانو ته ناسم شکل ورکول

وېښاتانو ټینګ اوبدل، په زور یو شکل ورکول او کلک جوړول یې د زیات کشوالي له امله بېخ تخريبوي او د ویښتانو د دایمي تویېدو سبب کېږي.

۶تل په شامپو مینځل

د وېښتانو ټینګ موښل او په ناوړه شامپو مینځل د سر پوستکی او د ویښتانو بېخ زیانمنوي او د دایمي تویېدلو سبب یې کېږي.

۷د سکې په شکل د وېښتانو تویېدل

په دې ډول کې وېښتان د سیکې په شکل ګرد تویېږي او غونډ ځای خالي کوي. د سیکې په شکل تویېدل ډېری په نارینه وو کې لیدل کېږي. دا ستونزه ډېری وخت له ذهني او عصبي فشاره را منځته کېږي. په ماشومانو کې دا ناروغي هم د عصبي سیستم له ناروغیو را پیدا کېږي.

هغه خوراکي توکي چې استعمال یې ویښته ځواکمن، ګڼ او اوږده ساتي

غیر صحت مند او نامناسب خوراک د بدن ترڅنګ د ویښتو لپاره هم زیانمن وي او وده یا نشوونما یې دروي. د خوراکي توکو کارپوهان شپږ داسې توکي په ګوته کړي چې استعمال یې ویښتانو ته وده ورکوي.

که د ویښتانو توییدو سره مخ یاست دغه لیکنه هتمن ولولئ
که د ویښتانو توییدو سره مخ یاست دغه لیکنه هتمن ولولئ

د بول نیوز د لیکنې له مخې ویل کېږي چې دغه شپږ توکي عبارت دي له هګیو، پالکو، وچو مېوو، ګوړې، ریحان او سپیغولو څخه.

خوراکي توکو کارپوهان وایي چې هګۍ پخپل جوړښت کې د ویښتانو د ودې لپاره اړین ویټامینونه لري او پالک هم یو له هغه خوراکي توکو څخه دی چې ګڼ ویټامینونه او غذایي توکي لري.

پالکو غذایي توکي د مجموعي روغتیا ترڅنګ د ویښتانو د ودې لپاره هم اغېزمن تمامېږي او ښه والی وربخښي. پالک د فولیټ، اوسپنې، ویټامین ای او ویټامین سي په درلودلو د ویښتانو د ودې لپاره ډېر اړین وي.

لکه څنګه چې د خوراکي توکو کارپوهان وایي، که چېرته دغه خوراکي توکي پخپلو ورځنیو خوړو استعمال شي نو سره له دې چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، ترڅنګ یې ویښته ځواکمنوي، ګڼوي یې او وده ورکوي.

د ويښتانو د تویېدو مخنیوي او درملنه

شواهدو ښودلې چې ځینې خوراکونه کولی شي د وېښتو د تویېدلو مخه ونیسي. یوې څېړنې وښودله چې ښه خوراکي رژیم (د اومیګا ۳ ترکیب) کولی شي د ویښتو د تویېدو مخه ونیسي.

په بدن کې د اوسپنې کموالی هم د ویښتانو تویېدو لامل پېژندل شوی. په دې اساس د ترکاریو خوړل کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي. همداراز څېړونکي وايي، سپورت او د خپګان کمول هم وېښتان له چټکې تويېدنې ژغوري.

پوستکی متخصصین د ویښتانو د توییدو د مخنوی او تقویت لپاره،‌ ناروغانو ته په منظم ډول د درملو د استعمال سپارښتنه کوي او همدارنګه ځینی نوی د درملنی میتودونو لکه پی آرپی او مزوتراپی ناروغانو ته اجرای کوی د ویښتانو کرل هم کولی شي چې ګټور ثابت شي، خو که په سمه او مسلکي توګه وشي نو بیا ښه پایله لری.

دا هم ولولئ: په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

زما دعا ولې نه قبلیږي؟

زما دعا ولې نه قبلیږي؟

زما دعا ولې نه قبلیږي؟ زما دعا ولې نه قبلیږي؟ کله چې مسلمان په دنیا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *