که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ
که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ – که مو نوی واده کړی وي او یا هم که د واده مو ډیر وخت تیر شوی وي او غواړئ ژوند مو خوشاله وي؛ اړینه ده ځينې مسایل په غور سره پر مخ یوسئ او په ځينو مسایلو کې خپلې میرمنې ته حق ورکړئ او ورته ډیر احترام ولرئ.

که په اوس وخت کې خاوندان او میرمنې د ارواپوهانو وروستۍ ټولنیز وړاندیزونه په خپل ژوند کې عملي کړي نو یو خوشحاله واده او ژود به ولري.

دلته درته هغه تګلارې درپه ګوته کوو چې، په مراعتولو سره یې تاسې کولای شئ خوښ او له مینې ډک ژوند وکړئ البته په دې تګلارو کې میرمنې او خاوند دواړو ته لارښوونې شوي دي.

دا هم وګورې: د موبایل مهم پروګرامونه

۱:ـ د کور په چارو کې مو د مېرمنې کار او خبرو ته د ارزښت په سترګه وګورئ.

ډيرکله به مو اورېدلې وي چې، یو شمیر کورنۍ ښځو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي خو پام مو وي چې، په دې سره تېروتنه کوئ ښایي ډیری وخت د میرمنې کار سم وي او تاسې ته ګټه ورسوي او ښایي په یوه موضوع ځینې وخت د میرمنې رایه او نظر سم وي.

۲ :ـ مېرمنه دې له واده وروسته د خپل خاوند په مخ کې په ښکلې څېره کې وګرځي.

له واده وروسته ډيری نجونې داسې فکر کوي چې، اوس اړتیا نشته موږ د ځان ښایست پسې وګرځو خو دا د دوی لویه تېروتنه ده.
د دوی داکار دا زمینه برابروي چې، خاوند یې له دې مخ واړوي د وخت په تېریدو او ګناه ته مخه کړي.
نو په کار ده چې، یوه نجلۍ له واده وروسته د خپل خاوند په مخکي همیشه په زینت او ښکلا سره وګرځي څو د هغه نظر پر نورو باندې ونه لویږي او د هغې څخه په زړه کې یې یو ډول کرکه او بدوالی پیدا نشي.
اسلام هم پر همدې خبرې حکم کړی په ځانګړې ډول کله چې خاوند د سفر څخه راشي نو میرمنه یې باید ځان ښکلې کړي او د خاوند لپاره سینګار وکړي.

۳:ـ خاوند هم باید د خپلې میرمنې د خوښ ساتلو په خاطر ښکلی او پاک وګرځي.

د پاکۍ او ښایست خبره نه یواځې میرمنو ته منسوبه ده ، خاوند هم باید دې ټکي ته پام وکړي او دخپلې مېرمنې زړه خوښ وساتي.

۴:ـ که مو مېرمنه د بې ګټې شیانو مینه واله وي نو په هنر سره یې پوهه کړه نه په ډب.

که مو اقتصادي وضعیت کمزوری وي او مېرمنه مو ښه کالي او زر غواړي نو ټول هغه وصول ورته وښایه کوم چې اسلام پرې امر کړی.
هم به ژوند په مینه پرمخ لاړشي او هم به مو میرمنه خوښه اوسي.

۵:ـ له مېرمنۍ سره د پردي شي له لیدلو وروسته یې پوښتنه کول.

که چیرته مو له خپلې مېرمنې سره داسې کوم څه ولیدل چې، تاسې ورته نه وي اخیستی او یاهم مور او پلار دې ورته نه وي اخیستی نو اړینه ده پوښتنه یې وکړې او په اړه یې باید پلټنه وشي څو معلومه شي له کومه ځایه یې کړل.
که بې غوره پرېښودل شي ښایي راتلونکي کې لویه ستونزه جوړه شي ځکه د خپلسرۍ پيل له همدې ځایه کیږي.

۶: نارینه دي ټول وخت کار ته نه ورکوي.

که د ښځې خاوند ټول وخت کار ته وقف کړي او میرمنې ته د خوږو خبرو د ورکړې وخت ورنکړي دا نو د دواړو ترمنځ ګډ ژوند لا خرابولی شي اړینه ده له کار اخوا یو څه وخت د خپلې میرمنې سره په خبرو اترو، خندا او خوښیو کې هم مصرف کړئ.

۷: که مو میرمنه نیک صالح وه صفت یې وکړئ

ډیری وخت موږ د ځان کم نه ګڼلو په وخت کې د خپلې نیک صالح میرمنې صفت راته عیب ښکاري خو دا فکر مو غلط دی که چیرته میرمن ښه او نېکه وي نو کله نا کله باید د هغې تعریف هم وکړئ تر څو هغه خوشحاله شي او له تاسره د ګډ ژوند په دوام نورې نیکۍ هم وکړي.

۸: د ماشومانو پرمخ مو میرمنې ته بد رد مه وایئ.

بد الفاظ کارول په هروخت کې ناسم کار دی که هر چاته وي خو که داسې وخت راځي چې، میرمنې مو تیروتنه کړې وه لومړی اړینه نه ده چې، بد رد ورته ووایئ خو که بیاهم ډيره غوصه درتله بیاهم هيڅ نه ده په کارد چې، دماشومانو پر وړاندې یې ورټۍ.

که دا کاروکړئ نو ماشومان موبې لارې کیږي په دې کارسره مود کور خوند او خوشحالي له منځه ځي او ماشومان مو پرخپلې مور باندې زړه پیدا کوي او بې باکي ورسره کوي.

۹:ـ له خپلې میرمنې او ماشومانو سره مینه ناکه چلند وکړئ.

په ګډ ژوند کې مینه اوخوښ اوسېدل اړین دي نو که چیرې له خپلې میرمنې او ماشومانو سره مو په مینه او شفقت اوسیدل زده وي نو ژوند به مو په ډير باور او عزت پرمخ ځي.
او که چیرې د وحشي زمري او پړانګ په ډول اوسیدل مو عادت وي نو ژوند به مو سخت او نا ارامه وي.

۱۰:ـ د خپلې مېرمنې پر وړاندې مو د بلې هیڅ ښځې تعریف مه کوئ.

که مو د خپلې خوږې مېرمنې پر وړاندې د پردۍ ښځې تعریف وکړ نو ښایي د خپلې میرمنې په زړه کې مو شک پيدا شي او دا شک بیا د دې لامل کیږي چې، بې باوري رامنځته کړي او ژوند مو تریخ شي.
نو اړینه ده چې، د خپلې میرمنې پر وړاندې د پردۍ ښځې تعریف هیڅکله ونکړئ. – که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

۱۱:ـ باسواده میرمن مو د اخلاقي مذهبي کتابونو مطالعې ته وهڅوئ

دا خبره ډیره اړینه ده چې ، که مو میرمن په لیک او لوست پوهیږي نو هغې ته د ښه اخلاقي او مذهبي کتابونو ویلو اجازه ورکړئ.
هغه څه ته یې مه پریږدئ چې، د ژوند لاره درته سختوي او فحشا ته یې هڅوي لکه: د ناولونو، افسانو او خرافاتو ویلو څخه یې منع کړئ.

۱۲:ـ له بد اخلاقو ښځو سره خپله میرمن مه پریږدئ چې، اړیکه وساتي.

په دری ژبه کې یو متل دی چې وایي ((همرای ما بنیشني ماه شي و همرای دیګ بنشیني سیاه شي)).

نو که میرمنه مو له خو ښځو سره اړیکه ولري ښه شیان زده کوي او که بد اخلاقه ښځو سره یې اړیکه پيدا کړه نو بیا ترې د خو کارونو طمعه مه کوه.
نو خاوند ته په کار ده چې خپله ښځه د بد اخلاقو ښځو سره تعلق ته پرې نږدي.

نوټ:په ټوله کې ویلای شو چې، هغه ښځه او مېړه چې، ورته خویونه ولري تر نورو به ګډ ژوند خوږ او اوږود وي او بریالی واده به ولري.

لیکوال او ژباړن: فقیرمحمد فقیرزی

دا هم ولولئ: 

په ژوند کې د ښځې اهمیت

د واده د لومړۍ شپې جالبه قصه هرومرو یې ولولئ

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

د ځان ارزونه څه ده او څنګه ترسره کیږي؟

د ځان ارزونه څه ده او څنګه ترسره کیږي؟

د ځان ارزونه څه ده او څنګه ترسره کیږي؟ د فعالیت ارزونه د ټیمونو ترمنځ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *