که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ
که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ، ځکه په دې لیکنې په لوستلو سره به انشاءالله ستاسو د ژوند ټولې ستونزې او مشکلات حل او فصل شي. هو بلکل هر څوک غواړي چې خوشحاله اوسې او له خوښۍ ډک ژوند ولري، او د خوشحاله ژوند د هیلې درلودل واقعا یوه مشروع هیله ده.

له دې هم خبر شئ: Download Free Yoast SEO Plugin for WordPress

خوشحاله اوسیدل، هغه څه دي، چې  موږ یې تل په لټون کې یو، خوښي/خوشحالي د  ټولو انسانانو د مشترکو اهدافو له جملي څخه ګڼل کیږي.
کله کله ژوند کې ډیر سختۍ او خفګان راځي، او په ژوند کې ځینې داسې حالات هم راځي، چې موږ یې په شتون بیزاره/ناخوښ یو،لکه خفګان، ویره، اضطراب… د داسې ناخوښو حلاتو څخه د وتلو ځیني مشخصې لارې چارې دي،چې موږ کولی شو، ځانته خوشحالۍ ورکړو.

 د خوشحاله ژوند مهم ټکي

۱: هېڅ وخت بل چا ته سترګې مه پټوئ!

۲: تل نورو ته خیر رسوونکي اوسئ!

۳: تفریح وکړۍ او پارک ته ولاړ شئ!

۴: د يوه بل کس لپاره يو مهم کار تر سره کړئ!

۵: موسکي اوسئ!

۶: دینې احکام پر ځای کړئ!

۷: په اوسني مهال کې ژوند وکړئ!

۸: ټول ژوند مو دندې او کار ته مه بیلوی!

۹: غوره ملګري وټاکۍ!

۱۰: ورزش او تمرین وکړئ!

۱۱: د ټولې نړۍ غمونه په سر مه اخلئ!

که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ
که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ

په دي لیکنه کې په څو هغه  لارو چارو غږیږو چي په عملې کولو سره یې، یادې هیلې ته رسیدلې شو:
اوزګار مه کېنئ: تل ځان مصروف وساتئ او په همغه کار کې د ځان لپاره د خوښئ دلایل ولټوئ، تل دا وایه چې له تیارو او ستونزو څخه وروسته حتماً رڼا شته، په الله ج کامل باور ولرئ او دهر مصیبت راتګ د هغه امتحان وګڼئ، له چا څخه د مننې تمه مه کوئ او مه کوم کار د مننې کولو لپاره کوئ.

د الله ج ذکر کوئ او تل یې عبادت کوئ، په مصیبتونو زغم ولرئ او د راتګ پر وخت یې چغې مه وهئ، د الله ج په وېش خوښ اوسئ او په درکړل شوې برخې شکر اداء کړئ.

که خوشحالي غواړئ هېڅ وخت بل چا ته سترګې مه پټوئ!

د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لری او یا ورته کافي پانګه نه لری، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږدئ. د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه پلي تګ، له دوستانو سره ناسته ولاړه او په طبعیت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخلئ.

تل نورو ته خیر رسوونکي اوسئ!

په دې سره به مو نورو سره مرسته هم کړې وي او تاسې به هم په روحي ډول خوښې ترلاسه کړئ او په راتلونکي کې به مو خپل وجدان ته ملامت هم نه یاست.

که خوشحالي غواړئ تفریح وکړۍ او پارک ته ولاړ شئ!

د پوهنتون يو پروفیسور استاد میتیو وایټ وايي، په اونۍ کې دوه ساعته په پارک کې تیرول ښکاره اثرات لري خو که له دې ډیر وخت تېر کړئ لا زیات اثرات لري، دغه استاد زیاتوي، که تاسو د هر قوم نه يي هر نژاد نه يئ دوه ساعته په پارک کې تیر کړئ، منډې ووهۍ ، چهل قدمي وکړۍ که عمر مو زیات وي او دا هم نشئ کولائ نو بیا پر چوکۍ کښینۍ او د شنو بو ټو نظاره وکړۍ.

د يوه بل کس لپاره يو مهم کار تر سره کړئ!

که هره ورځ نشئ توانېدلی دا کار په اونۍ کې يو ځل وکړئ، مثلا په ملي بس کې خپل څوکۍ هغه کس ته خوشې کړئ چې تر تاسې زيات ستومانه دی او سر يې د ملي بس په منځ کې ولاړه ميله لګولی دی.

که خوشحالي غواړئ موسکي اوسئ!

د خلکو سره په ناسته پاسته کې موسکي اوسئ؛ په دې کار به خلک ښه احساس وکړي او تاسې سره به ښه سلوک وکړي؛ نو د نورو خلکو سره د موسکي اوسېدو لپاره مخکې اوسئ.

که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ
که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که خوشحالي غواړئ دینې احکام پر ځای کړئ!

تل هڅه وکړئ پنځه وخته لمونځ، تلاوت او دالله ج ذکر وکړئ، ژوند به مو ډېر ښکلی شي او له اندېښنو او غمونو څخه به خلاص شئ.

په اوسني مهال کې ژوند وکړئ!

دا د خوشحاله ژوند د تیرولو لپاره تر ټولو مهم راز دی، تیر وخت تیر شوی دی، راتلونکی هم تر اوسه نه ده راغلی، یواځینئ لحظې چې تاسي یې لرئ همدا اوسنئ لحظې دي نو؛ خوند ترې واخلئ.

ټول ژوند مو دندې او کار ته مه بیلوی!

کار د انسان جوهر دی، دا ښه خبره ده خو بېخي زيات کار هم ښه ندی، ښه داده چې کوم کار کوئ له عوايدو يې هم خوند واخلئ ، ډېری خلک د ځنکندن په وخت وايي کاش ژوند مې ډېر کولی او کار لږ.

که خوشحالي غواړئ غوره ملګري وټاکۍ!

د ځان لپاره د ښه او غوره ملګرو په لټه کې شئ او داسې ملګري ومومئ چې ستاسو هم فکره،هم ذوقه، او هم مثاله اوسي، ترڅو هغه مو په هر حالت کې درک کړي.

ورزش او تمرین وکړئ!

ځکه تمرین کول زموږ د فزیکي صحت او ښه احساس کولو لپاره ډیر مهم دی، په دې سره مو عضلات قوي کېږي او اکسیجن په بدن کې ښه عمليه هم کولی شي. نو که تر اوسه مو ورزش نه وي کړی، نو شروع یې کړئ، که منډه وهل وي، ټوپ کول وي، د ټینیس لوبه او نور… یعنې سپورټ ستاسې د صحت کیلي ده، چې هر وخت یې کوې ویې کړئ.

د ټولې نړۍ غمونه په سر مه اخلئ!

دومره یې یوسئ چې توان یې لرئ، وخانده او هرې ستونزې ته لکه زمري غوندې ورغاړې ووځئ، په بې وزلۍ مه خفه کېږئ دا په یاد ولرئ چې د قیامت په ورځ د ډېرو حساب ډېر دی.

د هر څه بدله له الله ج څخه غواړئ، کتاب غوره ملګری وګڼئ او په مطالعه کولو یې د ځان سمونه وکړئ، کینه مه کوئ او تل مینه ووېشئ، نن دخپل ژوند وروستئ ورځ وګڼئ او هر څومره خوښي چې کولی شئ همدا نن یې وکړئ، ځکه د سبا د راتللو پته هیچا ته هم نشته.!

دا هم ولولئ: ژوند ولې ښکلی دی؟ دلته یې علتونه ولولئ

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

غواړئ یو شتمن شخص شئ؟ غواړئ یو شتمن شخص شئ؟ تاسو هم کولای شئ، چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *