په ودونو کې د نڅاء یوه عبرتناکه قیصه
په ودونو کې د نڅاء یوه عبرتناکه قیصه

په ودونو کې د نڅاء یوه عبرتناکه قیصه:

په ودونو کې د نڅاء یوه عبرتناکه قیصه:

په ودونو کې د نڅاء او ګډون له مینوالو څخه ومه. زه یوه پرهېزګاره مېرمن وم. او زما خاوند هم ډېر دینداره وه. خاوند به مې راته ویل چې په پردیو ودونو او مجلسونو کې له ګډون څخه ډډه کوه. او د الله جل جلاله له نارضيتوب څخه به یې ډارولم.

خو یوه ورځ مې په داسې واده کې ګډون وکړ. چې د واده محفل رنګین وه. مېرمنو ډول ډول ښکلې جامې اغوستې وې. د محفل ګډونوالې په نڅا سر وې. سندري یې ویلې، زما هم زړه ونه دردېدې.

راځې چې له دې څخه مو هم خبر کړم: د ښه خوب خوب ژوند اوږدوي!

برقه مې له سره لیرې کړه، د سندرو او ګډا میدان ته ور کته شوم. دا چې زه ښایسته وم نو غوښتل مې چې نننی محفل زما د حسن په ستایلو لاس ته کړم. غوښتل مي ټولې راغلې ښځې هر طرف ته زما د حسن او جمال ستاینې وکړي.

په دې وخت کې ګډونوالو زما تعریف شروع کړ، چې له ښځو مې د ځان ستاینه تر غوږو سوه لکه ګل وغوړېدم.

په زړه کې مې د خپل حسن او جمال غرور پیدا شو. ښکاره خبره ده چې، د خپلې ښکلا په ستاینه به څوک نه خوشالیږي؟. خاوند به مې هر وخت راته نصیحت کاوه. چې د کور دباندي هیڅ کله هم ځان مه بې پردې کوه. د کور دباندي په پرده کي ګرځه او همدا حدیث به یې راته ویل:

د حجاب په اړه حدیث:

ژباړه: کومې مېرمنې چې له خپل خاوند پرته د کور د باندي پرده لیرې کړه. هغې د ځان او خپل رب ترمنځ پرده چاک ( پرې) کړه. (احمد۴۱/۶، ابوداود(۳۷۵۰)، مستدرک حاکم او داسې نور )

په ودونو کې د نڅاء یوه عبرتناکه قیصه
په ودونو کې د نڅاء یوه عبرتناکه قیصه

یوه ورځ مې خاوند کوم خلیجي هیواد ته سفر وکړ. هلته په یوه دفتر کې د دوو ځوانانو ترمنځ پر دې خبره اختلاف وه. چې په خلیجي هیوادونو کې د کوم هیواد نجوني ښکلې دي؟

دې وخت کې یو ځوان ویډیو را ویستل. چې زموږ له هیوادوالو څخه یې په لوړه بیه را نیولې وه. په دې فلم کې د هغه واده ویډیو هم وه چې ما پکښې ګډون کړی وه.

کله چې ځوان هغه ويډیو یا فلم را واړه. چې ما په کې نڅا کوله د خاوند له پښو مې مځکه وښویېده. دې فلم کې زه په ګډا سره وم. سندرې مې ویلې. په دفتر کې ناستو خلکو زما د ښکلا او ښایست نندارې ته واه واه ویله. او ډول ډول خبرې یې کولې.

په ودونو کې د نڅاء اخري پایله:

زما د خاوند په زړه کې سرې سکروټې بلې وې. او لمبو يې د قهر او غضب طوفان په جوش کې راوسته.

هغه سم دستي نور کارونه وځنډول او خپل وطن ته راوګرځېده. چې کور ته راغی زما او د ده ترمنځ جګړه پیل شوه. او په پایله کې زما انجام هغه شو چې د یوې مېرمنې لپاره تر ټولو دردناکه او ستونزمنه چاره ده.

اوس زه طلاقه شوې یم. د عذاب ژوند راباندي تېریږي. د خپلې بې پروایۍ او بدبختۍ له لاسه د رسوایۍ او بدنامۍ سره لاس او ګرېوان یم. او اوس د یوازیتوب ترخې شپې او ورځې تېروم. زما هوس او نفسیاتي غوښتنو د ټول ژوند خوشالي او نیکبختي را څخه غلا کړه.

نورې لیکنې هم ولولئ: څنګه خوشاله ژوند وکړو؟

 

په اړه مثبت بدلون

Check Also

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟ څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *