د واده د لومړۍ شپې جالبه قصه هرومرو یې ولولئ
د واده د لومړۍ شپې جالبه قصه هرومرو یې ولولئ

د واده د لومړۍ شپې جالبه قصه هرومرو یې ولولئ

د واده د لومړۍ شپې جالبه قصه هرومرو یې ولولئ

د واده د لومړۍ شپې جالبه قصه ده په لوستلو یې انشاءالله نه پښیمانه کیږئ. وايي موسى عليه السلام د يوې پيغلې اوځوان واده ته دعوت شوي وه.

په واده کې خوشحالي وه او ټولو خوشحالي کولې ځوان او پيغله هم خوشحال او خندان وه.

د شپې په اخيره کې حضرت موسى عليه السلام د دوى د بام په سر عزرایل عليه السلام وليده او د هغه څخه يې پوښتنه وکړه، چې څنګه راغلى يې او دلته څه کوې.

له دې هم خبر شئ: How to become a successful YouTuber

عزرایل عليه السلام وويل: نن شپه د خداى پاک په امر بايد د ناوې او زوم څخه روح اخلم يو تور مار به راشي دوى به وچيچي او زه به يي روح واخلم موسى عليه السلام په چورت کې لاړ چى سبا شو راغلو تر څو نيک عمله ځوان او پيغلې په جنازه کې ګډون وکړي، چې ګوري ځوان او پيغله خوشحاله ولاړ دي او پيغمبر يو تور مار هم مړ او پروت وليده.

د واده د لومړۍ شپې جالبه قصه هرومرو یې ولولئ
د واده د لومړۍ شپې جالبه قصه هرومرو یې ولولئ

دوې څنګه له مرګ وژغورل شول

حضرت موسى عليه السلام د الله ج څخه د دوى د عمر د اوږد والى پوښتنه وکړه؟

جبرايل عليه السلام راغلى او ورته يې وويل چې د ناوې او زوم څخه د دوى د اعمالو پوښتنه وکړه.

موسى عليه السلام راغى او د دوې څخه يي پوښتنه وکړه!

دوى ورته وويل چې کله ټول خلګ لاړل او رخصت شول شپه کې يو غريب سوال ګر راغى او دروازه يي ارامه ټک ټک کړه چى کله زه دروازى ته ورغلم هغه راته وويل، چې د لیرې کلي څخه راغلى يم او خبر شوى يم چې ستاسو واده دى. دا څو ورځې مې مناسبه ډوډۍ نه ده خوړلې نن به موږ هم خوږه ډوډۍ وخورو.

نوره ډوډۍ نه وه پاتې يواځې د ناوې لپاره لږ ډوډۍ پاته وه. زه نا اُميده په دروازه کې پاتې شوم چې ګورم ناوې سوال ګر ته ډوډۍ راوړه او هغه سوال ګر ته يي ورکړه او زموږ لپاره يي د اوږد عمر دعا وکړه.

کله چې چپرکټ ته راتلو د ښځې څخه يو دروند ديګ په چپرکټ ولويده او هغه تور مار پرې ولګيده مړ شو او موږ ټوله شپه په عبادت کې تيره کړه.

جبرايل وويل:

اى موسى په دې پوهه شه چې صدقه د ټولو بلاګانو مخه نيسي او د عمر داوږوالى سبب هم ګرځي.

نورې لیکنې هم ولولئ: د واده مناسب عمر او وخت کوم دی

 

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ – …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *