په پي سي ایل کې د نجیب ځډراڼ حیرانوونکې لوبه
پاکستان سوپر لیګ پي ایس ایل سیالیو په ۲۲مه لوبه کې که څه هم افغان لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ د خپلې کراچۍ کینګز لوبډلې لپاره په پي سي ایل کې د نجیب ځډراڼ حیرانوونکې لوبه وکړه،خو لوبډلې يې لوبه بایلوده.
نجیب ځدراڼ د دوشنبې په ورځ د پاکستان په سوپر لیګ کې په څلورم نوبت توپ وهلو ته راوویستل شو، څه باندې ۷۰ منډې یې وکړې او تر پایه هم اوټ نشو.
دغه لوبه چې بیګا ناوخته د نجیب اړوند کراچۍ کینګز او اسلام اباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، کراچۍ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه. د څلورو لوبغاړو په زیان يې په پوره شل اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف په مخ کې کېښود.

د کراچۍ لپاره په توپ وهنه کې افغان چپ لاسي تیز توپ وهونکي نجیب الله ځدراڼ د څلور شپږیزو او پنځه څلوریزو پر مټ په ۴۲ توپونو باندې ۷۱* ناسوځیدلې منډې تر لاسه کړې. نجیب تر څنګ بابر اعظم ۸۱ او شرجیل خان ۲۵ منډې جوړې کړې.
محصلین د کاناډا ویزه څه ډول ترلاسه کړي
په دوهم اننګز کې اسلام اباد لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۹ اور کې د کولین منرو د ۸۸ او د افتخار احمد د ۷۱ منډو پر مټ د دوو لوبغاړو په سوځیدو تر لاسه کړ. او سیالې لوبډلې ته يې د اتو ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه. اسلام اباد له لوري څلورو توپ اچونکو اکف جاوید، حسن علي، محمد وسیم او علي خان یوه یوه ویکټ تر لاسه کړه.
د نجیب ځدراڼ په اړه:
نجیب ځدراڼ د بابر اعظم سره په یو ټیم کې لوبیږي او نن یې ورسره ګډه ملګرتیا هم وکړه. بابر اعظم د کرکټ د اوسني عصر یو غوره توپ وهونکی بلل کیږي. مطمین یم چې نجیب به له بابر څخه ډېر څه زده او خپلو لوبغاړو ته انتقال کړي. نجیب ځدراڼ راته د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې ویلي وو: زه تل دوی (کپتان او مدیریت) ته وایم چې زما نوبت مخکې کړئ، خو دوی یې دا کار نکوي.
ځدراڼ یو فوق العاده استعداد لري. نجیب ځډراڼ حیرانوونکې لوبه ترسره کړه. او که دی په خپل وخت او خپل نوبت راوویستل شي. او د ځینو په باور په حوصلې، زغم او دقت ولوبیږي، مطمین یم چې وطن ته به ډېرې کارنامې راوړي او ډېر تجارتي لیګونه به ولوبوي.
نورې لیکنې هم ولولئ: راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری
3 څرګندونې
Pingback: د پاکستان په سوپر لیګ کې حضرت الله ځاځي هم کارنامې وکړئ + ویډیو - ليکوال ويب پاڼه
Pingback: حضرت الله ځاځي بيا تباهي وکړه - ليکوال ويب پاڼه
Pingback: افغانستان د شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه - ليکوال ويب پاڼه