د خورا برياليو اشخاصو نهه ۹ غوره عادتونه
د خورا برياليو اشخاصو نهه ۹ غوره عادتونه

د خورا برياليو اشخاصو نهه ۹ غوره عادتونه

د خورا برياليو اشخاصو نهه ۹ غوره عادتونه

خورا بریالیو اشخاصو نهه غوره عادتونه د داسې شخص څخه چې شاوخوا ۵ کاله يې د برياليو اشخاصو څخه د مرکو وروسته زده کړي.

د خورا برياليو اشخاصو نهه ۹ غوره عادتونه د شتمنۍ جوړول په دواړو مسلکي او مالي ډول سره يوې قوي ارادې ته ضرورت لري. ليکن د يو داسې شخص په وينا چې له سلګونو پخپله جوړ شوي ميليونرونو سره يې مرکې کړي، د شتمن کېدو لپاره هم د ځانګړي ژوندانه طرز العمل ساتل دي.

له دې هم خبر شئ: 6 immoral acts that we should avoid in marketing

کرلي په خپل غوره پلورل شوي کتاب (عادتونه بدل کړئ، ژوند بدل کړئ) کې تشريح کوي، چې بريالي اشخاص په ځينو غوره عادتونو سره شتمن شوي، چې دلته هغه لس 9 غوره عادتونه لست شوي.

غوره عادتونه

  1. دوي وختي راپاسيږي:

    د کرلي د پلټنې په اساس ۵۰ فيصده بريالي اشخاص د خپل کاري وخت څخه کم تر کمه درې ۳ ساعته وختي راپاسيږي. زياتره پدوی کې دغه درې ساعتو کې خپل شخصي کارونه، کاري ورځ ته پلان جوړل او هم تمرين کوي.
    وختي راپاسيدل تاسو پدې توانائي کوي چې تاسو په خپل کارونه تر ماښامه پورې پوره کړئ. هغه ليکي: دا کار تاسو باوري کوي چې خپل ژوند په مستقيمه توګه مخ ته يوسئ.

د خورا برياليو اشخاصو نهه ۹ غوره عادتونه
د خورا برياليو اشخاصو نهه ۹ غوره عادتونه
  1. دوی ډير لوستل کوي:

    د کرلي د پلټنې په اساس ۹۰ فيصده بريالي اشخاص په هره ورځ کې شاوخوا ۳۰ دقيقې د مختلفو کتابونو په لوستلو تېروي. زياتره پدې کې داسې کتابونه هم لولي چې هغه خوندور وي لکه، د چا د ژوند په اړه ليکنه، تاريخ او له خپل ځان سره مرسته کول.
    که چېرې تاسو د ناول له لوستلو خوند اخلي نو کولی یې شئ. ساينس وايي، د خوند پخاطر لوستل کول ستاسو شخصيت جوړوي.

  2. دوی هره ورځ له ۱۵ دقيقو څخه تر ۳۰ دقيقو پورې تمرکز کوي:

    کرلي ليکي: له سلګونو برياليو اشخاصو سره د مرکې په دوران کې دوی وايي چې هره ورځ دوی د دې په اړه فکر کوي چې په ژوند کې يې څه روان دي. د برياليو اشخاصو په وينا سهار ۱۵ دقيقې پدې اړه فکر کوئ، چې په ژوند کې مو څه روان دي. ډیری وختونه دوی د خپل مسلک، روغتيا، او هم شخصي اړيکو په اړه فکر کوي.

  3. دوی تمرين ته لومړيتوب ورکوي:

    د مختلفو څېړنو په اساس په منظمه توګه تمرين ستاسو ذهن صفاء کوي او له تاسو څخه هڅوي چې کارونه په سمه توګه اجراء کړئ. د کرلي د پلټنې په اساس ۷۰ فيصده بريالي اشخاص هره ورځ نيم ساعت تمرين کوي.

  4. دوی له هغه چا سره وخت تيروي چې دوی هڅوي:

    کرلي وايي: تاسو د هغه چا له وجې بريالي ياست چا چې بريا ته هڅولي ياست.
    که چېرې تاسو تر اوسه په ژوند کې داسې اشخاص نلري چې تاسو وهڅوي، نو مه ويريږئ. په خپله جوړ شوي ميليونران تاسو ته لاښوونې کوي، چې دا يې هم ښه لاره ده. تاسو کولی شئ، د هغه چا کتابونه ولولئ چې برياوو ته يې ځان رسولي. کوښښ وکړئ چې په ژوند کې داسې اشخاص ولرئ چې تاسو وهڅوي او هم مو له منفي کارونو څخه منع کړي.

د خورا برياليو اشخاصو نهه ۹ غوره عادتونه
د خورا برياليو اشخاصو نهه ۹ غوره عادتونه
  1. دوی خپل هدفونه تعقيبوي:

    کرلي د پلتنې په اساس ۸۰ سلنه بريالي اشخاص خپل هدفونه همېشه تعقيبوي. دوی خپل لنډ مهاله او اوږ مهاله پلان جوړوي او د همدې پلان مطابق ځان اهدافو ته رسوي. خپل خوبونه، خپلې موخې مو وټاکئ او همېشه يې تعقيب کړئ.

  2. دوی په کافي اندازه خوب کوي:

    د البرټ ايسټين د راپور له مخې په شپه او ورځ کې بايد لس ۱۰ ساعته خوب وشي. د کرلي د پلټنې په اساس ۸۰ سلنه بريالي اشخاص په شپه او ورځ کې ۷ څخه تر ۸ ساعتو پورې خوب کوي. خوب د بريا لپاره اړين دی، ځکه خوب ستاسو ذهن ته ارام وربښي، نو کله مو چې ذهن ارام وي تاسو به خپل اهدافو ته ځان ورسولی شئ.

  3. دوی د عوايدو ډیرې لارې لري:

    د کرلی د پلټنې په اساس: بريالي اشخاص له يوې لارې عوايدو تکيه نه کوي، دوی د عوايدو مختلفې لارې لري. د عوايدو ډیری لارې تاسو ته توانائي درکوي تر څو د یوې لارې تاوان له نورو لارو څخه راوباسئ، کوم چې په ناڅاپي ډول منځته راځي.

  4. دوی د وخت ضايع کوونکو څخه ډډه کوي:

    شتمنو خلکو لپاره پيسې يواځي شتمني نه ده بلکې وخت هم دوی شتمني ګڼي. هڅه وکړئ تر څو په ټولنيزو رسنيو او له نورو داسې کارونو چې هغه ستاسو وخت ضايع کوي ډډه وکړئ.

ژباړه: خالد دانشیار

نورې لیکنې هم ولولئ: غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې؛ همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *