راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری
راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری

راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری

د افغانستان مخکښ توپ اچونکی چې د پاکستان په سوپر لیګ (PCL) کې د لاهور قلندر لپاره لوبیږي. تیره ورځ نوموړي ښه توپ اچونه او توپ وهنه ترسره کړه. چې له امله یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله. چې په دغه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

نوموړي پاکستان سوپر لیګ کې د اسلام اباد يونايټيډ پر وړاندې لومړی په توپ اچونه کې ۹ منډې پرته له کومې بونډرۍ ورکړې. يو لوبغاړی يې وسوځاوه او ۱۵ توپونه يې ډاټ ترسره کړه.

راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری
راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری

وروسته يې په توپ وهنه کې لاهور لوبډلې ته يوازې په ۵ توپونو ۱۵ منډې جوړي کړې. او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

پاکستان سوپر لیګ کې د راشد خان مرکه:

د لوبې د بریا وروسته راشد خان په خپله مرکه کې وویل. کله چې مې ویکټ ولیدله. نو همدغه مې ذهن ته راغلل چې ښه توپ اچونه وکړم. هرڅومره منډې چې ورکړم پروا نه کوي.

خو باید په لین او لین کې وي. ځکه مې ښه توپ اچونه وکړای شوه.

هغه د لوبې د بریا په برخه کې د لوبغاړو په اړه وویل: چې ټولو لوبغاړو ښه لوبه وکړه. خو یو لوبغاړی د غوره لوبغاړي جایزه اخلي خو ټول لوبغاړي چې ښه لوبه ونه کړي بیا لوبه نشي ګټل کیدای.

راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری
راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری

باید ټول د یو ټیم په توګه ولوبیږي. او نن هم زمونږ ټولو لوبغاړو په خپل ځای ښه لوبه ترسره کړه. چې لوبه کې بریالي هم شو.

راشد خان د یادې توپ وهنې په اړه وویل: کله چې توپ وهنې ته لاړم. نو فکر مې دا وه چې غټ شاټونه به نه وهم توپ اچونکی هم نوی وه.

نو ما غوښتل چې ځای پیدا کړم او همغه خوا ته توپ ووهم. په لومړیو دریو توپونو مې څلوریزې ووهلې او بیا په دریو توپونو څلور منډې په کار وې چې هغه مونږ پوره کړې.

په پای کې راشد خان له ټولو مینوالو مننه وکړه او ویې ویل: چې پاکستان سوپر لیګ کې زمونږ ملاتړ وکړئ. د لاهور قلندرز ملاتړ وکړئ، ځکه ستاسو ملاتړ مونږ ته انرژي راکوي. او کوشش به وکړو چې په نورو لوبو کې هم ښه لوبه ترسره کړو.

د یادولو وړ دی چې لاهور قلندرز نن هم لوبه لري. نن به په اولسمه لوبه کې د  پیښور زلمي لوبډلې په وړاندې ولوبیږي. او همدا راز نن د کراچۍ کیکنز او ملتان سلطان لوبډلو ترمینځ هم لوبه ترسره کیږي.

نورې لیکنې هم ولولئ: د پاکستان په سوپر لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي واخیستل شول

په اړه مثبت بدلون

Check Also

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ – …