راشد خان د افغان لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو
مشهور توپ اچونکی راشد خان د ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر او نجیب الله ځدراڼ د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شول.
راشد خان د کرکټ د نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی چې د هغه تجربو، کاکرده ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري چې په راس کې یې عمومي مشر فرهان یوسفزي قرار لري، د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه انتخاب شو.
له دې هم خبر شئ: Via Browser – Fast & Light – Geek Best Choice
د راتلونکو شل اوریزه نړیوال جام په اړه
د یادونې وړ ده چې په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لوبو کې افغانستان د انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو سره په (B) ګروپ کې ځای لري، چې د دغه ګروپ دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو څخه وروسته له یاد ګروپ سره یوځای شي.
ټاکل شوې چې د شل اوریزه لوبو نړیوال جام به د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.

شک نشته چې د راشد خان په کپتانۍ کې به د افغانستان ملي لوبډله نوره هم منظمه، پیاوړې او قوي شي. راشد خان د یوېشتمې پېړۍ د دویمې لسیزې غوره لوبغاړی دی. د نړۍ هېڅ ډول تجارتي لیګ نشته چې هغه په کې لوبېدلی نه وي. د ګینیز د ریکاډونو په کتاب کې یې نوم ثبت دی. په تجارتي لیګونو کې د راشد خان لوبډلې د راشد خان له نوم او شهرت څخه ډېره استفاده کوي او زیات تجارتي اعلانونه پرې ترلاسه کوي، په دې هیله چې د افغانستان کرکټ بورډ هم دا او نور مثبت کارونه وکړي.
کپتان، د غوراوي د کمېټې او کرکټ بورډ ترمنځ همغږي، باور او ګډ کار کول ډېر ضرور دي. په دې هیله چې دوی دا کارونه وکړي.
د راشد خان وینا:
زه په دې باور یم چې د یوې لوبډلې کپتان او مشر چې څومره ښه وي، لوبډله یې هم هماغومره ښه وي. افغانستان او د افغانستان ویاړلي بیرغ ماته د راشد خان نوم رابخښلی دی. د شلو اوریزو لوبو لپاره د کپتان په توګه زما نوی مسئولیت دا دی چې د خپل هېواد او خپلې لوبډلې لپاره په یو بل ظرفیت کې خدمت وکړم. د افغانستان د کرکټ بورډ څخه مننه چې پر ما یې باور وکړ او دا مسئولیت یې راوسپاره. ان شاءالله په ګډه به دا مسئولیت ترسره کوو او د افغانستان د کرکټ د ښه والي لپاره به مخ په وړاندې ځو. ستاسو د ټولو د ملاتړ او پیرزوینو څخه مننه.
د نجیب ځدران وینا:
نجیب ځدران هم د داسې لیکلي وه چې، شل اوریزو لوبو د کپتان په توګه د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راشد ارمان ته مبارکي وایم.
همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ رهبرۍ څخه مننه کوم چې پر ما یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه اعتماد وکړ، له راشد خان سره به په ګډه دا ستر مسوولیت مخته وړو.
نورې لیکنې هم ولولئ: راشد خان د پاکستان سوپر ليګ د نننۍ شپې ستوری
يوه څرګندونه
Pingback: راشد خان د هند غوره لیګ کې د خپلې کپتانۍ لومړنۍ لوبه وګټله - ليکوال ويب پاڼه