راشدخان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خورا بریالی ولوبېد
راشدخان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خورا بریالی ولوبېد

راشد خان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خورا بریالی ولوبېد

راشد خان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خورا بریالی ولوبېد. افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپ‌اچونکي راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه.

د اسټرالیا بیګ باش لیګ په ۳۶مه لوبه کې په دوشنبه د راشدخان لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز د میلبورن سټارز لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه، چې د راشد لوبډلې په پنځو ویکټو بریا خپله کړه.

 له دې هم خبر شئ: 9 important tricks and complete tips for selling on Instagram

په یاده لوبه کې راشدخان هم توپ اچونه او هم توپوهنه وکړه، چې په توپوهنه کې یې ۴ منډې وکړې او توپ اچونه کې یې بیا ۴ آورونه وکړل، ۲۹ منډې یې ورکړې او ۲ ویکټې یې واخیستې.

راشد خان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خورا بریالی ولوبېد
راشد خان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خورا بریالی ولوبېد

په بیګ باش لیګ کې راشد خان

په بیګ باش لیګ کې دا د راشدخان وروستۍ لوبه وه، چې له افغان ملې لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

راشدخان د بیګ باش لیګ په سږني پړاو کې ټولې ۱۰ لوبې وکړې او ۱۶ ویکټې یې واخیستې.

ښاغلی ارمان وروسته له هغه متحده عربي اماراتو ته ځي، چې محمدنبي وار له مخې متحده عربي اماراتو ته تللی، خو بل افغان لوبغاړی، مجیب ځدران چې لا هم په اسټرالیا کې د خپلې لوبډلې سره دی، د سفر په اړه یې تراوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلینډ په وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې په لوبډله کې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم اخیستل شوي.

لیکنه: محمدصابر حمیدي

دا هم ولولئ: حضرت الله ځاځي بيا تباهي وکړه + ویډیو

په اړه مثبت بدلون

Check Also

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې؛ همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *