راشد خان د هند غوره لیګ کې د خپلې کپتانۍ لومړنۍ لوبه وګټله – دغه ځوان نن بیا په کرکټ کې عجیبه لوبه وکړه. دی لومړی افغان شو چې د هند په لوی تجارتي لیګ آی پي ال کې د یوې لوبډلې کپتاني کوي او لوبه ګټي. په دې لوبې کې یې کومه ویکټه وانخیسته، خو کله یې چې د لوبډلې ضرورت و، په ۲۱ توپونو یې چټکې ۴۰ منډې وکړې.
نن یې د لوبډلې کپتان پانډیا لوبې ته برابر نه و او راشد خان د ګجرات ټایټنز لوبډلې کپتاني وکړه.
یو ځوان افغان لوبغاړی نن مخکې و او د هند محمد شامي، د جنوبي افریقا میلر، د نیوزلنډ فورګسن، د ویسټ انډیز الزاري او ډېر نور ورپسې روان وو.
نن د دغه ځوان له برکته په هند او د نړۍ په ګوډ ګوډ کې خلکو د کرکټ یوه ښکلې لوبه ولیدله، د افغانستان یو ښکلی تصویر یې ولیده او د یو افغان د مشرتابه، هنر,استعداد او د مټو زور یې ننداره کړل.
دا هم وګورې: Football Strike APK
د راشد خان دستکشې دې لا ښکلې وي، راشد خان دې همداسې وځلېږي. افغانستان دې وځلېږي.
دریغه چې موږ افغانانو خپل ځان، استعداد، قوت او حیثیت لا ښه پېژندلای. – راشد خان د هند غوره لیګ کې د خپلې کپتانۍ لومړنۍ لوبه وګټله
هند غوره لیګ کې نور افغان لوبغاړي
راشد خان سربیره په یاد لیګ کې رحمن الله ګربز، ځوان نور احمد د ګجرات ټایټنز له لوري د ۳۰ ملیونه په بدل کې واخیستل شو، محمد نبي د ۱۰۰ ملیونو هندي روپيو په بدل کې د کلکلتې لوبډلې ونېوه، هغه تېر درې کاله د حیدراباد لوبډلې له لوري لوبېدلی دی، فضل حق فاروقي د سنرایزرز حیدراباد له لوري د پنځوس ملیونو په بدل کې وپېرل شو.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان ورو توپ اچوونکي راشد خان چې د هند غوره ليګ کې د ګجرات ټايټنز لوبډلې سره دی د کپتان په توګه په خپله لومړنۍ لوبه کې چنای سوپر کېنګز لوبډلې ته په دريو وېکټو ماته ورکړه.
په نننۍ لوبه کې راشد ۴۰ منډې وکړې او په توپ اچوونه کې يې په څلورو اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې.
دا هم ولولئ:
راشد خان د افغان لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو
نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!
يوه څرګندونه
Pingback: د شپې ښه خوب کولو لپاره دغه شپږ لارښونې عملې کړئ - ښه خوب کولو لارښوونې - ليکوال ويب پاڼه