د ښځې او خاوند ترمنځ په اړیکه کې لس ۱۰ مهمې کرښې
د ښځې او خاوند ترمنځ په اړیکه کې لس ۱۰ مهمې کرښې

د ښځې او خاوند ترمنځ په اړیکه کې لس ۱۰ مهمې کرښې

د ښځې او خاوند ترمنځ په اړیکه کې لس ۱۰ مهمې کرښې

ښځې او خاوند تر منځ په اړبکه کې دا مهمې او لازمي دي. د خبرو اترو پرته، هېڅ اړيکه نشته؛ له درناوي پرته، هېڅ مينه نشته؛ او د باور پرته، د اړيکې پر مخ وړلو ته هېڅ دليل نشته.

د ښځې او خاوند تر منځ اړيکه ډېرې متفاوتې وي، ځينې ښځې او خاوندان سره ژوره اړيکه لري او ځينې بيا يواځې له يو بل سره عمر تېروي.

ژورې اړيکې لپاره بايد تاسو ميلان ولرئ او په پوره قوت او علاقې سره هڅه وکړئ؛ له هڅې پرته حتا قوي مينه هم بې رنګه کېږي. ارواپوهان عموماً د قوي اړيکې د رامنځته کولو لپاره مختلف نظرونه لري؛ ځينې احساساتي دي او په ريښتينې مينې ټينګار کوي او ځينې بيا منطقي برخورد کوي.

شايد تاسو خپله هم تجربه کړي وي او يا مو په نورو خلکو کې دا ستونزې ليدلې وي، چې له واده وروسته د ښځې او خاوند ژوند تريخ شيو هره ورځ يې تر منځ لانجې وي، لعظي شخړې وي او حتا په ځينو ټولنو کې دغه اختلافات په جنګونو او په پای کې په طلاق پای ته رسيږي.

ارواپوهان دغه لاندې لس ۱۰ نقطې لارښوونه کړي، ترڅو د يوې قوي اړيکې رامنځته کېدو سبب شي.

لارښوونې:

۱ – له خپل همشريک سره همغږي شئ:

ژوند شريک یا ښځې او خاوند تر منځ په خبرو اترو د يوې ټينګې اړيکې رامنځته کولو لپاره ضروري دي. کېدای شي دا خبره مو مخکې هم اورېدلې وي، خو خبرې اترې په اړيکه کې د قوي پاتې کېدو راز ګڼل کېږي. که هم چې ستاسو شريک تاسو ته د يو څه کار کولو په اړه ووايي، مقابل کې ورته يو څه وويايۍ، حتا که د هغه کار په کولو خوښ هم نه ياست ورته خپل احساسات بيان کړئ.

له دې څخه هم خبر شئ: څنګه کولای شو په یوټیوب کې بریالیتوب ترلاسه کړو

ځينې وخت ښځه يا خاوند د خپل ژوند د شريک سره د خفګان د لرې کولو هوډ ولري، خو برعکس د هغه/هغې د خفګان د ډېرښت سبب کېږي، ځکه کله چې له يوې لوري خبرې کېږي، متقابل لوری ورته په سمه توګه ځواب نه ورکوي چې پدې سره د اول لوري خبرې اترې د پښيمانۍ سبب ګرځي.

ګورئ چې پام مو وي، چې د ژوند شريک مو ځينې وخت له تاسو سره خبرو اترو کې؛ ستاسو ملاتړ او کله وخت ستاسو لارښوونې ته اړتيا لري، نو بايد د ژوند د شريک اشارو او احساساتو پر وړاندې حساس او ځيرک واوسئ، تر څو د خپل ژوند له شريک سره، د مناسبې اړيکې لارې پيدا کړئ.

۲ – په اړيکه کې باور او صداقت رامنځته کړئ:

اړيکې د صداقت او باور پرته دوام نشي موندلی. خپل شريک ته صادقه اوسېدلو سره، دوی په تاسو هېڅ ډول شک نشي کولی او هم په تاسو به يې پوره باور وي. باور په يو قوي او بريالۍ اړيکه کې مهم دی، ځکه تاسو په د خپل شريک په خبرو او کارونو دوه ځلې فکر نه کوئ، بلکې د هغوی يو خبره به تاسو ته د اعتبار وړ وي او کوم کار چې کوي تاسو به پرې باور او اعتماد لرئ. کله چې تاسو خپل شريک ته په صداقت وئ نو په هغه اړيکه کې به هر څه د منلو وړ وي. اړيکه اساس باور او اعتماد دی، بې اعتمادي کولی شي يوه اړي: له منځه يوسي، د مينې نښه هم پاتې نه کړي او د عشق ګرمه اړيکه سړه کړي.

بې اعتمادي کولی شي، د انسان د دننيو ځورونو، تاوتريخوالي، په الکولو او نورو نشه يي توکو د اخته کېدو او تر دې چې د جنسي خيانت سبب کېږي. نو د ژوند شريک ته مو صادقه اوسئ چې هغوی هم په تاسو باور ولري تر څو يوه قوي او بريالۍ اړيکه رامنځته شي.

۳ – بخښنه کول:

هېڅ اړيکه پوره نه وي. دا ځکه چې مونږ هېڅ يو بشپړ نه يو، مونږ انسانان يو او د انسان څخه اشتبهاه کېږي. هر څو په ورځني ژوند کې غلطي کوي، په ورته ډول د خلک په اړيکو کې هم تېروتنې کوي. البته ځينې تېروتنې د بخښلو وړ نه وي، لکه د خپل شريک شره په اړيکه کې درغلي کول، ځکه دا پدې معنا ده چې هغوی ستاسو دې اړيکې ته هېڅ اهميت نه لري. ليکن ډيری تېروتنې بايد وبخښل شي. بخښنه خورا مهمه ده او په اړيکه کې اړينه ده، دا ځکه چې مونږ بايد ذهن داسې جوړ کړو چې ځان ته ووايو چې مونږ بشپړ نه يو.

په اړيکه کې تېروته کوونکی بايد له مقابل لوري څخه بخښنه وغواړي، او مقابل لوری هم بايد د ځينو وړو تېروتنو په مقابل کې بخښنه وکړي. د تېروتنو پر وخت له خپل شريک څخه بخښنه غوښتل او شريک ورته بخښنه کول ډېر ضروري دي، دغه کار يو قوي اړيکه رامنځته کوي.

۴ – احترام او درناوی کول:

له احترام او درناوي پرته، هېڅ مينه نشته. تاسو څنګه د هغه چا بې احترامي کولی شئ، چې تاسو ورسره له حده زياته مينه لرئ او پاملرنه يې کوئ. درناوی د صحت مندې اړيکې بنسټ ګڼل کېږي. د خپل ژوند ملګرې/ ملګري درناوی په خپلو الفاظو سره کولی شئ، هغه الفاظ چې ستاسو له خولې څخه د هغو لپاره ووځي نو هڅه وکړئ چې داسې الفاظ وويايۍ چې په هغو کې احترام، درناوی او مينه موجوده وي. خپل شريک ته مو احترام داسې معنا لري چې ښايي تاسو خپل ځان ته احترام او درناوی ورکړ. د خپل شريک د هغه څه درناوی وکړي چې دوی يې لري او دوی يې ستاسو د خوشحالۍ لپاره هره ورځ سرته رسوي.

د ښځې او خاوند ترمنځ په اړیکه کې لس ۱۰ مهمې کرښې
د ښځې او خاوند ترمنځ په اړیکه کې لس ۱۰ مهمې کرښې

۵ – مثبته هڅونه:

که يو له دواړو لورو دا وکولی شي چې بل ته په مثبته هڅونه د سمې لارې لارښوونه وکړي؛ نو د ښځې او خاوند تر منځ به ژوره اړيکه رامنځته شي. پدې توګه ننګونې او ستونزې هواريږي.

دا يو حياتي عادت دی؛ تر دې چې که يو چا سره د بلدتيا په مرحله کې هم يۍ، کولی شي له تاسې سره مرسته وکړي؛ تر څو په اړيکه کې وروستۍ مرحلې ته  ورسېږئ.

۶ – خوش طبعي کول:

خپله خندا او موسکا له هغه چا سره شريکول چې ورسره ډېره مينه لرئ، اړينه ده. له بلې خوا، هغه چا سره چې اړيکه لرئ او مينه ورسره لرئ. تاسو ورسره خپل ژوند شريک کړی وي، نو پکار ده چې ورسره خپلې ټولې خوشحالۍ شريکې کړئ او ورسره خوش طبعي وکړئ. له يو بل سره ټوکې او خندا، د يوې هوساينې او صحت مندې اړيکې لپاره خورا اړينه ګڼل کېږي. خپلې اړيکې له يو بل سره په خندا او خوش طبعي سره ژوندۍ وساتئ.

۷ – د کوچنيو شيانو جادو:

ښځې او خاوند تر منځ يوې قوي اړيکه کې کوچني شيان ډېر اهميت لري. ځينې وختونه کوچني کارونه او شيانو ملګری/ملګرې له حده زيات خوشحالولی شي، دا ځکه چې کوچني شيان او کارونه اکثره فکري وي. کوچني کارونه لکه سهار وختي د خاوند راپاسېدو څخه مخکې تر مخکې د هغه لپاره سهارنۍ تيارول، نور داسې کارونه چې د ژوند شريک مو پرې د حيران شي. په اړيکه کې کوچني کارونه او شيان تر ډېره وخته د مقابل لوري ته په ياد وي، ډيری وختونه خو به ستاسو هغه کار چې د ژوند شريک لپاره مو کړی وو ستاسو به هېر وي خو د هغوی په ياد وي، دا ځکه چې هغه کوچني کارونه چې ستاسو مينه پکې وو د هغوی لپاره ډېره حيرانونکې وي.

۸ – خپل شخصي حريم دوه کسه کړئ:

نور مو موبايل او کمپيوټر ته کوډ مه ورکوئ؛ شکمن شيان ټول لېرې کړئ، خپل د ژوند ملګري ته اجازه ورکړئ چې له ره څه خبر/خبره اوسي، کوم پيغامونه چې ترلاسه کوئ، په لوړ غږ يې ولولئ او خپل ورځني پلانونه مو له هغه/هغې سره شريک کړئ.

دا کار به نه يواځي د خبرو کولو او د اړيکې ښه کولو بهانه درکړئ؛ بلکه ستاسې د ژوند ملګرې/ملګري ته په تاسو د شک کولو هېڅ دليل نه پاتې کېږي.

۹ – لاسته راوړنې مو ولمانځئ:

ښځې او خاوند تر منځ په اړیکه کې هغه لاسته راوړنې چې تاسو يې په ورځني ژوند کې ترلاسه کوئ، بايد له خپل ژوند شريک سره مو شريکې کړئ او ولمانځئ. ستاسو کوچنۍ کوچنۍ لاسته راوړنې بايد ولمانځل شي، ځکه پدې سره ستاسو د ژوند شريک چې لاسته راوړنې يې کړي لا خوشحاله او تشويق کېږي او تاسو سره يې مينه او اړيکه لا قوي کېږي. هغه خوشحالي چې تاسو يې په خپلو لاسته راوړنو کوئ، په عين ډول بايد د خپل شريک په لاسته راوړنو خوشحالي ولمانځئ. د خپل شريک په لاسته راوړنو خوشحالي لمانځل او فخر پرې کول به ستاسو دواړو تر منځ مينه لا زياته کړي او اړيکه به مو قوي او بريالۍ وي.

۱۰ – د مينې او احساس ښکاره کول:

ويل کېږي، چې مينه ژوند دی. او که مينه له لاسه ورکړئ، نو ژوند له لاسه ورکوئ. مينه د ژوند له يو لويو تحفو څخه دی. مينه خلک سره يو ځای کوي او د خوشحاله ژوند کولو سبب کېږي. ښځې او خاوند تر منځ په اړیکه کې مګر ځينې وختونه مينه د ښې او صحي اړيکو ساتلو لپاره بسيا نه ده. دا ځکه چې اړيکې جوړول او ساتل آسانه کار نه دی، خلک له يو بل څخه مختلف وي، پدې صورت کې اړيکه ډيرو کوښښونو او حوصلې ته اړتيا لري.

ليکن په اخر کې، که چېرې په اړيکه کې مو مينه نه وي، نو داسې معنا لري چې تاسو هېڅ نه لرئ. حوصله وکړئ او په وخت سره خپل شريک ته خپله مينه وښائۍ، د خپلو کارونو ترڅنګ خپل شريک ته مو وخت ورکړئ. که چېرې هغه څوک تاسو مچې کوئ، غېږ ورکوئ او حتا جنسيت ورسره کوئ خو مينه ورسره نه لرئ، بې معنا ګڼل کېږي.

ژباړه: خالد دانشیار سیدي

دا هم ولولئ: د واده مناسب عمر او وخت کوم دی

 

 

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

زما دعا ولې نه قبلیږي؟

زما دعا ولې نه قبلیږي؟

زما دعا ولې نه قبلیږي؟ زما دعا ولې نه قبلیږي؟ کله چې مسلمان په دنیا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *