د نېکې ښځې حیرانوونکې کیسه
د نېکې ښځې حیرانوونکې کیسه

د نېکې ښځې حیرانوونکې کیسه

د نېکې ښځې حیرانوونکې کیسه. پیغله واده شوه، له خاوند سره یې ډیره مینه درلوده! هغې به تل خپل میړه سهار مهال د جماعت لمانځه ته راپاڅاوه، یوه ورځ داسې شو چې خاوند یې له خوبه راویښ کړ، خو جومات ته په تللو کې ورڅخه ځنډ وشو.

مسجد ته چې ولاړ، دلمړي جماعت لمونځ ترې تیر شوی ؤ، په دوهمه جمعه کې یې لمونځ اداء کړ.

له دې هم خبر شئ: What is Performance Management and why is it important

د مسجد امام یې خوا ته ورغی، ورته ویې ویل: ته د پلانکۍ میړه نه یې؟ سړی ټکان وخوړ!! ته زما ښځه څه پیژنې؟ دا نوم دی له کوم ځایه زده کړی؟

د نېکې ښځې حیرانوونکې کیسه
د نېکې ښځې حیرانوونکې کیسه

امام ورته وویل: په الله ج قسم چې نن مې په خوب کې د لمړي جماعت لمانځه مقتدیان په جنت کې ولیدل له مونږ سره یوه ښځه هم وه، ورڅخه مې وپوښتل: راته ویل یې فلانکې یم د فلانکي میرمن یم.

سړی په منډه او خوشحالیۍ د کور په لور راوګرځید چې خپلې ښځې ته د جنت زیری ورکړي، خو چی کور ته ننوت د خپل ژوند د ملګرۍ حالت یې بل ډول ؤ!!!

د نېکې ښځې حیرانوونکې کیسه

هغې د کائناتو خالق ته خپل روح سپارلی ؤ، او وفات شوې وه.

د سهار په خوب ویده انسان فکر کوي چې یوه ګړۍ به خوندونه واخلم او آرام به وکړم.

خو دا غریب د هغو زړونو په مزو ندی خبر چې د اللهﷻ پر وړاندې ولاړ وي!!

[سُوۡرَةُ إبراهیم: 40]

رَبِّ اجْعَلْنِى مُقِيمَ الصَّلٰوةِ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ

اې زما پروردګاره! ما د لمانځه قائموونكى وګرځوه او زمونږ د مسلمانانو له اولاد څخه هم (داسې خلك را پورته کړه چې دغه عبادت اداء کړي) زموږ ربه! زما دُعا قبوله کړه.

دا هم ولولئ: لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې!

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې؛ همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *