انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده
انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده

انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده

انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده. هغې تر ماسټرۍ زده کړې وکړې، ارمان یې وه چې د ځان په څېر له یوه تعلیم یافته سره واده وکړي. نصیب په یوه سخت امتحان کې ونیوله، واده یې له یو داسې کس سره وشو چې هېڅ یې د مکتب مخ لیدلی نه و، جینۍ ډېره ناهیلې شوه.

هر لمونځ نه پس به یې له خدایه غوښتل چې، ژوند یې واخلي او یا دا چې خاوند یې مړ شي.

له دې هم خبر شئ: له خوب وړاندې دا ټکي په پام کې ونیسئ!

جینۍ د خاوند هېڅ لحاظ نه کاوه، هر ځل به یې پېغور ورکاوه چې ولې یې تعلیم نه دی کړی، خو سړي هرڅه زغمل؛ ځکه مینه معیار نه پېژني، بس چې زړه مﺉن شي بیا نو هېڅ دلیل نه مني.

جینۍ کوشش وکړ چې له خاوند طلاق واخلي، هره ورځ به جنګ کاوه ترڅو خاوند یې پرېږدي، یوه ورځ جینۍ پلار کره لاړه او هغوی ته یې وویل چې خاوند یې ساتلی نه شي ان چې شپې په ولږه تېروي.

د جینۍ مور او پلار سخت خواشیني شول او خپل زوم یې راوغوښت، هغه چې کله راغی نو دواړه یې سره مخامخ کړل د جینۍ مور کېسه زوم ته وکړه، هغه بېچاره ډېر مایوسه شو ورته یې وویل، ګورۍ زه چې څومره پېسې ګټم هغه ټولې دې ته ورکوم ان چې خپل دجېب خرڅ هم ورکوم.

انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده
انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده

واده باید په خپله خوښه وشي:

جینۍ وویل،زه د میاشتې ٣٠زره افغانۍ غواړم راکولی شې، هلک غلی شو، د خپل لاس ګوتې یو او بل کې ورکړې مایوسه یې خپلې ښځې ته وکتل…

د جینۍ مور په تونده لهجه وویل، ای تاته وایي لور ته مو دومره پېسې ورکولای شې او که نه؟ هلک سوړ اسویلی وکړ، هو ورکوم یې! جېنۍ چې دا خبره واورېده نو نوره هم غوسه شوه، وې ویل سمه ده وبه ګورو، دوی بېرته خپل کور ته ستانه شول.

جینۍ به پخلي کې مالګه او کله مرچ ډېر اچول، ترڅو د خاوند یې زړه تور شي او دا طلاق کړي؛ خو هلک به هرځل د هغې د خوړو ستاینه کوله او مینه به یې خوړل! هلک دا هرڅه ددې لپاره زغمل چې خپلې مېرمنې سره یې مینه وه او تمه یې دا وه چې یوه ورځ به د هغې زړه وګټي.

انجلۍ ارمان او د خاوند زحمتونه:

یو ورځ جینۍ ښار ته لاړه، نو یو ځای کې خپل خاوند ته فکر شو، چې لاسي کراچۍ یې لاس کېده او دروند بار بار کړی، لږ مزل وکړي او بیا یو مړۍ سپوره ډوډۍ وخوري، جینۍ چې دا منظر ولید، نو پرخپل خاوند یې زړه وخوږېد او ځان سره وویل چې زما خاوند زما لپاره په دې سور لمر کې کار کوي ترڅو زه خوشحاله او ارامه اوسم، نو ولې دومره نفرت زه ورسره وکړم، ولې دومره غرور؟

ولې د خپل خاوند ښې ځانګړنې چې هېڅ وخت یې ماته تېزه خبره نه ده کړې، هغه چې خپل ځان ته خواړه خپله ګرموي، هغه چې ټوله مینه یې ماته راکړې، جینۍ کور ته راغله او د خپل خاوند د خوښې خواړه یې پاخه کړل، ماښام یې خاوند کور ته راغي د خپلې مېرمنې مینه یې ولیده هیران شو، هلک له جېبه پېسې راوویستې ورته یې وویل دا پېسې درسره واخله ان شالله تر ماشتې به درته ٣٠ زره برابرې کړم.

انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده
انجلۍ تر ماسټري زده کړې وکړې بیا هم خپل ارمان ته ونه رسیده

جینۍ د خاوند لاسونه ښکل کړل او ورته یې وویل اړتیا نشته چې نور له اندازې زیات کار وکړې، ماته ستا مینه ټول مال دولت دی، د دواړو ژوند نېکمرغه شو او د ښایسته ژوند خاوندان شول.

نتیجه:

مطلب دادی چې د ژوند ښه شریک مو هغه دی چې ژر مو درک کړي او که درک یې نه کړﺉ نو وخت ورکړﺉ حتمن یوه ورځ به ستاسې احساس او اخلاص درک کړي.

بل مطلب پر خپل نصیب شکر وکړی، ځکه تقدیر جوړونکی رب په هر څه عالم دی، نو پوه شه که یوڅه دې ترلاسه نه کړل نو حتماً به دې پکې خېر وي.

لیکوال: شمس الرحمن شمس

دا هم ولولئ: په ژوند کې د ښځې اهمیت

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې؛ همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *