په ژوند کې د ښځې اهمیت
په ژوند کې د ښځې اهمیت

په ژوند کې د ښځې اهمیت

په ژوند کې د ښځې اهمیت د خاوند په ژوند کې ښځه څومره اهمیت لري، په دې لیکنه کې پرې پوهیدلای شئ. یو سړی وایې، چې دفتر ته د تګ په مهال به یې هره ورځ میرمنې هغه ته د یو څه نه یو څه یادونه حتمي کوله چې د موټر کیلې مو هیره کړئ، خپل لاسي ساعت مو نه دی اخیستی، د جېب بټوه درنه دلته پاتې شوې ده او داسې نور.
په ژوند کې د ښځې اهمیت
په ژوند کې د ښځې اهمیت
وايې، چې ما به د دې هر څه په لیدو ډېر د شرم احساس کاوه،چې زما مېرمن ماته د دې شیانو په رایادولو داسې فکر کوي، چې زه ګوندي هېرجن یم.

د ښځې اهمیت او د خاوند پریکړه:

یوه شپه مخکې له ویده کیدو دمخه ما د هرڅه لیست (چې ما له ځانه سره اخیسته) جوړ کړ. سهار پاڅیدم او د لیست دمخه مې هر شی ټیک مار (په نښه) کاوه او په جیب کې مې اچاوه. همدا چې په موټر کې کېناستم نو … مېرمنه مې په ​​دروازه کې راڅرګنده شوه، له ویاړه یې سر وځړاوه او ماته یې په طنز سره کتل.
په ژوند کې د ښځې اهمیت
په ژوند کې د ښځې اهمیت
ما هم ورته له ورایه وویل چې بس دی نور؛ ما نن هېڅ نه دي هیر کړي او ستا د ټولو تیرو یادونو لپاره درڅخه ډېره مننه. مېرمنې مې راته وویل: ځه سړیه، دا هر څه خو ډېر ښه دي، خو اوس راځه راستون شه او بیرته ویده شه، ځکه چې نن د جمعې ورځ ده.

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې؛ همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *