ماغزه خرابونکي لس عادتونه
ماغزه خرابونکي لس عادتونه

دغه لس عادتونه ستاسو د ژور خفګان لامل کیدای شي

دغه لس عادتونه ستاسو د ژور خفګان لامل کیدای شي

دغه لس عادتونه ستاسو د ژور خفګان لامل کیدای شي؛ که غواړئ چې سالم ماغزه ولرې او له دغه ناروغې څخه ځان وساتې نو دغه لاندې لس لارښوونې درسره په خپل ژوند کې خامخا عملي کړئ.

۱- د سهار ناشته:

که غواړې سالم ماغزه ولرې، نو د سهار ناشته کله هم مه پرېږده، څوک چې د سهار ناشته نه کوي، د هغه په بدن کې د شوګر (خوږې) کچه کمیږي، چې له کبله یې ددماغ ځینو برخو ته کافي غذا نه رسیږي، او په دې توګه دغه دماغي برخي د وخت په تېریدو سره له کاره غورځي.

له دې هم خبر شئ: WhatsApp appears to be down right now? Here are 10 easy fixes you can try

ماغزه خرابونکي لس عادتونه
ماغزه خرابونکي لس عادتونه

۲- ډیر زیات خوراک کول

په خوراک کې اعتدال ساتل د ډیرو مرضونو څخه انسان ژغوري، زمونږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هم خپل امت ته په دې خبره ټینګار کړی چې په خوراک کې اعتدال وکړي، په خورک کې دي اسراف نه کوي او داسی وخت دي خوراک پریږدي چې لا یې اشتهاء ورته کیږي.

کیداي شي د نورو ډیرو ګټو څخه یې یوه لویه ګټه همدا وي چې په دې توګه ماغزه هم سالم پاته کیږي، ځکه چې کله خوراک ډیر وسي، د ماغزو واړه واړه رګونه وپړسیږي، او زهني وړتیا کمزورې سي.

۳- سګریټ څکول

وايي سالم عقل په سالم جسم کي وي، که چیري بدن ناروغه وي، ماغزه به حتماً ورسره متضرر کیږي.

ماغزه خرابونکي لس عادتونه
ماغزه خرابونکي لس عادتونه

په علم ثابته شوې چې سګریټ څکول د بلا مرضونو مور ده، چې په هغو کې سرطان، د سږي ناروغۍ، د معدې او زیاتي نوري ناروغۍ ورسره تړلي دي، خو پر ماغزو یې لوی اثر دا وي چې ماغزه ځیني برخې په کراره کراره د سګریټ څکولو له وجې خپل صلاحیت له لاسه ورکوي او له کاره غورځي، چې له کبله یې ډیر احتمال د «زهایمر» ناروغي ورسره پيدا کیږي.

۴- ډیر خواږه خوړل

ډیر خواږه خوړل ددې سبب ګرځي چې ماغزو ته پروټین او نوره غذا په سمه توګه ونه رسیږي، ځکه چې د دغه غذا او ماغزو تر منځ خواږه حایل کیږي، چې له کبله ماغزه د سوء تغذیه سره مخ کیږي او د ماغزو د ځینو برخو تلف کیدو او یا هم سمیدو مخه نیسي.

۵- خیرن ماحول او هوا

د انسان په جسم کې تر ټولو زیات اکسیجن ماغزه استهلاکوي، د خیرنې هوا استنشاقول ماغزو ته د اکسیجن رسیدلو مخه نیسي، چې له کبله یې د دماغ وړتیا خرابیږي.

۶- لږ خوب

پوره خوب ماغزه ته ارامتیا وربښي، او لږ خوب ددې سبب کیږي چې د ماغزو یو شمیر برخې ژر له منځه ولاړې شي.

ماغزه خرابونکي لس عادتونه
ماغزه خرابونکي لس عادتونه

۷- د ویدېدو په وخت کې سر پټول

کله چې سړی ویدیږي، باید سر پټ نه کړي، ځکه چې په دې کار سره د اکسیجن مخه نیول کیږي، د دوهم اکسیډ کربون ګاز ترکیز زیاتیږي، چې له کبله یې ماغزو ته د اکسیجن نه رسیدو په وجه متاثره کیږي.

۸- د ناروغي په وخت کار کول

کله چې انسان نارغه وي، نو ښه خبره داده چې استراحت وکړي، د زیاتي مطالعې، درس ویلو او تکلیف ورکوونکو کارونو څخه دې ځان وژغوري، کنه ماغزو باندې بد اثر لویږي.

۹- فکر نه کول

په انسان کې د ماغزو وجود کیدای شي تر همدې کار پورې محدود کړو، انسان پیدا شوی د همدې لپاره دی چې د الله تعالی په موجوداتو کې فکر وکړي او خپل خالق تعالی په ښه توګه وپيژني.

الله تعالی په ډیرو مواردو کې انسان فکر کولو ته رابلي، او په همدې وجه کله چې انسان فکر کوي ماغزه وده کوي، او کله چې ماغزه خپله ورسپارل شوی کار نه کوي، طبیعي ده چې د وخت په تیریدو سره به کار پریږدي، او زنګ به وهي.

دا هم ولولئ: که په ژوند کې خوشحالي غواړئ، نو دا لیکنه حتماً ولولئ

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

کله چی ولاړیږی ایا سترګی مو توریږی او د خستګی احساس کوی؟

کله چې ولاړیږئ آیا سترګې مو توریږي او د خستګۍ احساس کوئ؟

کله چې ولاړیږئ آیا سترګې مو توریږي او د خستګۍ احساس کوئ؟ کله چې ولاړیږئ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *