غواړئ یو شتمن شخص شئ؟
غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

غواړئ یو شتمن شخص شئ؟ تاسو هم کولای شئ، چې شتمن شئ خو لومړی باید له پیسو سره د چلند پر طریقه پوه شئ. بې وزله خلک د پیسو لپاره کار کوي، خو شتمن خلک بیا په دې فکر کې وي، چې څه ډول پیسې د دوی لپاره کار وکړي. یعنې شتمن خلک تل په یو ښه کار پانګونه کوي، تر څو یې عواید یو پر دوه شي.

شتمن خلک لومړی د خپلو عوایدو یوه برخه ذخیره کوي، کله چې یې پیسې د یو کاروبار لپاره اماده شي، نو بیا په هماغو ذخیره شوو پیسو پانګونه او یا هم کاروبار کوي. شتمن خلک هڅه کوي تر څو د عوایدو لپاره یوه نه بلکې زیاتې سرچینې ولري. او د وخت په تیریدو یې عواید یو په دوه او نور هم زیات شي.

له دې هم خبر شئ: 5 reasons why we should leave out Excel software in project management

زیاتره خلک یوه ورځ قیمتي جامې اغوندي خو بله ورځ یې بیا داسې څه اغوستي وي چې فکر کوي تر ټولو بې وزله کس به وي. تل به هڅه کوي، چې لوړ ماډل ټیلیفون واخلي، لوړ ماډل موټر واخلي. نو همدا علت وي، چې یوه یې نه دوه کیږي. دا ځکه چې دغه ډول کسانو لګښت ځینې وخت تر عوایدو زیات وي.

غواړئ یو شتمن شخص شئ؟
غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

که غواړئ شتمن شئ نو خپل د عوایدو یوه برخه ذخیره کړئ، او کله مو چې ذخیره شوې پیسې زیاتې شوې نو کولای شئ چې ښوونیز او روغتیايي بسنټونه، چې اوس مهال د عوایدو تر ټولو لویې سرچینې دي، پرې جوړې کړئ.

د  شتمن کیدو لپاره څو مهم ټکي:

۱ ـــ شتمن کسان په یوه مشخص کار باندې تمرکز کوي:

لیزر وړانګه، تر ټولو سخت او کلک شیان توږي او هر څیز ته نفوذ کوي، فکر کوئ لامل یې څه دی؟ لیزر عجیبه او نا پېژاندې ځانګړتیا لري؛ د لیز وړانګه متمرکزه ده او خپل ټول ځواک د یوه شي په یوه مشخص ټکي باندې متمرکز کوي او هومره دې کار ته دوام ورکوي، ترڅو یاد ټکی ویلې کړي.

غواړئ یو شتمن شخص شئ؟
غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

شتمن کسان هم د لیزر په څېر دي، هغوی سترې مشخصې موخې ټاکي، په خپلو موخو باندې ټینګار کوي او دغه راز خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې، له خپل ټول توان او ځواک څخه کار اخلي. هغوی دومره هڅه کوي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.

عادي کسان متمرکز نه دي، عادي کسانو ته چې هرڅه په مخه ورغلل ښه یې ګڼي، یا که چېرې ښه یې هم ونه ګڼي، په هېڅ پېښه کې تصمیم نیونکي نه دي. که چېرې غواړئ، د شتمن کېدو په راز باندې پوه شئ، نو موخه، هڅه او تمرکز ولرئ.

غواړئ یو شتمن شخص شئ؟
غواړئ یو شتمن شخص شئ؟

۲ شتمن کسان وخت سره زر ګڼي:

برایان ټریسي وایي: شتمن کسان خپلې لاسته راوړنې هر ساعت محاسبه کوي، نه د میاشتې یا کال په وروستیو کې، ځکه د وخت په ارزښت ښه پوهېږي، د دې تګلارې پرمټ په ښه توګه دا پیدا کوي، چې څه وخت او په کوم کار سره یې خپل وخت له منځه وړی دی.

شتمن کسان هر کار د دقیق مهال وېش پر بنسټ ترسره کوي او حتا یوې دقیقې ته هم ارزښت ورکوي، هغوی خپل وخت د ټلویزیون په ننداره کولو او په ټولنیزو رسنیو کې په بوختېدلو باندې بېځایه نه تېروي، نو تاسو هم پرځای د دې، چې دومره ټولنیزې پاڼې ښکته او پورته کړئ، پروګرامونه طرحه کړئ او د خپل وخت په ارزښت باندې پوه شئ.

بریالي کسان په اسانۍ نه دي بریالي شوي، بلکې له ډېر زیار او هڅې وروسته دې ځای ته رسېدلي دي. په یاد به مو وي، مثبت فکر د دې پر ځای چې شرایط تاسو تر خپلې اغېزې لاندې !راولي، تاسو به پر شرایطو واکمنوي. نو مثبت فکر وکړئ! بریالي اوسئ!

دا هم درسره ولولئ: غواړئ چې بريالي شئ، په خپل اضافي وخت کې دغه اوو ۷ کارونه ترسره کړئ

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې

د قبض څخه خلاصون لپاره آسانه لارې چارې؛ همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *