بټکواین څه شی ده؟
بټکواین څه شی ده؟

بټکواین څه شی ده؟

بټکواین څه شی ده؟ يوه ډیجيټالي کرنسي ده، چې فزیکي وجود نلري خو د نړی د ټولو ډیجيټالي+فزیکي کرنسیو پادشاه ده! دا هغه کرنسي ده چې په 2010م کې یې ارزښت د یوه آمریکايي ډالر څخه هم کم وو.

بټکواین د ساتوشي ناکاموتو لخوا اختراع شوه. بټکواین چې په دې وروستیو څلورو کلونو کې د نړۍ ټول خلک بیخې حیران کړي، د تعجب ځای یې په همدا قیمت کې دی چې همدا اوس مهال د یوې بټکواین قیمت په نړيوالو صرافیو کې 63600$ دی.

له دې هم خبر شئ: What is sales management? Definition, strategies and processes

فکر وکړئ کچیرې مو په 2012م کې څو بټکواین چې د هرې دانې قیمت یې له 150$ څخه پورته نه وو پېرلې وای او تر اوسه مو ساتلي وای، نو نن ورځ به تاسې بیخې سټ سرمایه داران وای!! د بټکواین د ګټلو لپاره اوس هم ناوخته ندی؛ بټکواین هیڅ وخت خپل اصلي ارزښت له لاسه نه ورکوي.

بټکواین څه شی ده؟
بټکواین څه شی ده؟

له دې هم خبر شې: konek2card Apk application

د بټکواین قیمت:

په یوه تحلیل کې داسې راغلي چې، د 2022م د ډسمبر د میاشتې تر پای پورې به فقط د یوې بټکواین قیمت له 100k$ (سل زره) آمریکایي ډالرو څخه واوړي، او د بټکواین د قیمت صعودوالی به همدغسې جریان لري حتیٰ امکان لري چې قیمت یې تر یو میلیون ډالرو هم واوړي، ځکه بټکواین د طلا په څېر ده او محدودیت لري مطلب دا چې؛ په ټولې نړۍ کې موږ فقط تر 21 میلیونو بټکواینو پورې استخراج کولئ شو او کله چې د نړۍ د ټولو بټکواینو شمېر 21 میلیونو ته ورسېد، نور نو هیڅ امکان نلري چې نورې بټکواینې دې استخراج کړل شي او فقط همدا 21 میلیونه بټکواین به وجود ولري او د استفادې وړ به وي.

بټکواین څه شی ده؟
بټکواین څه شی ده؟

بټکواین د ساتلو اړتیا:

د بټکواین د ساتلو لپاره تاسو یوې والټ Wallet(بټوې) ته اړتیا لرئ. په پلې سټور کې په سلګونې والټې شتون لري، چې زیاتره یې ناکاره دې؛ موږ تاسو د بټکواین دوه بهترینې والټې(بټوې) معرفي کوو چې تر ټولو معتبرې او د اعتماد وړ دې. 1 Trust wallet 2 Coinbase همدغو دوه والټو کې چې هر یوه انسټالوئ بیخې سمه ده؛ ددې والټو په استعمال سره به تاسو د بټکواین ترلاسه کولو،ساتلو او لېږلو برسېره په دې وتوانېږئ چې نورې هر ډول ډیجیټالي کرنسۍ پکې وساتئ!

زما په ګمان د بټکواین همدومره بایوګرافي بس ده؛ خو کچيرې کوم سوال د د اشاره شوي موضوع په اړه لرئ، کمېنټ بکس کې جواب درکول کېږي.

راټولونکی: سید نظیر سادات

دا هم ولولئ: نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانس او فرصت!

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ

که مو واده کړی وي او یا یې کوئ نو دا لیکنه حتماً ولولئ – …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *