په نهاره کوم ډول خواړه وخورو
په نهاره کوم ډول خواړه وخورو

په نهاره کوم ډول خواړه وخورو

په نهاره کوم ډول خواړه وخورو

په نهاره کوم ډول خواړه وخورو آیا تاسو سحر د ویښیدو سره سم څه مو چې لاس درشي هغه خورئ؟ ډیری خلک داسې غلطي کوي. دفتر ته د ناخوته کیدو په خاطر مونږ خپله (ناشته) د سحر چای ته پاملرنه نه کوو او په نهاره هغه څه خورو، چې باید ونه خوړل شي، ځکه چې د دغو خواړو له امله زمونږ ګیډه کې تیزابیت او ګیس راټولیږي او له دې سره مونږ ته ډیری ستونزې ولاړولای شي.

که د سحر په (ناشته) کې لږ د احتیاط څخه کار واخیستل شي، نو زمونږ او ستاسو ورځ به هم ښه تیره شي او عصبي سیستم به هم ښه کار کوي.

لاندې مونږ د هغه خواړو ذکر کړی چې په نهاره باید استمال نه شی.

کافي:

که ستاسو سترګې د کافي څښلو پرته نه خلاصیږي، نو تاسو باید په خپلې معدې لږ رحم وکړئ. ځکه چې په نهاره د کافي څښل د تیزابیت سبب ګرځي. او بدهضمي هم پیدا کیدای شي.

له دې څخه هم خبر شئ: په کور کې د قبضیت درملنه څرنګوالی

سحر په نهاره د کافي څښل معدې د هضمې سیستم تیزاب کموي، چې له امله یې د نورو خواړو په هضمولو کې ستونزې او مشکلات پیدا کوي. له دې سره په هضمې سیستم کې هایدروکلوریک اسید پیدا کیږي. او له دې امله د ګیس د شکایت سره مخ کیدای شئ.

په نهاره کوم ډول خواړه وخورو
په نهاره کوم ډول خواړه وخورو

مصالحه لرونکي خواړه:

په سحر سحر کې که تاسو له پراټو سره مصالحه لرونکي اچار خورئ، نو له دې مصالحې او له دې څخه پیدا شوې ګرمي سره به ستاسو په ګیډه کې درد پیدا کړي، ځکه چې مصالحه جات او مرچ خالې معدې ته زیان رسوي او په بدهضمۍ مو اخته کوي.

رومیان:

ډیری خلک سحر کې رومیان خوري، او فکر کوي چې له دې سره بنیادي تغزیه رامنځ ته کیږي. دا پوښتنه چې په نهاره کوم ډول خواړه وخورو د دې ځواب باید له مونږ سره موجود وي. په هر صورت په رومیانو کې ډيره اندازه ټینک اسید (Tannic Acid) موجود وي. چې له دې امله د تیزابیت خطره رامنځته کیدای شي. د دې مطلب دا دی چې صلاد ښه شی دی خو په سحر کې په نهاره نه.

تازه میوه:

د تازه میوو چاټ د هضمې سیستم لپاره ډیر ګټور وي. د تازه میوو سره مو ورځ پیل کړئ. له دې سره به تاسو ته جسماني قوت حاصل شي، وزن به مو کم شي او خپل روزمره کار به په ډیرې ښې طریقې سره پرمخ یوسئ. پام مو چې په نهاره د میوو چاټ خوړولو کې کیلا او ترش میوه نه وي.

لامده شوي بادام:

په بادام کې ویټامین ای، پروټین، فایبر، اومیګا3 او اومیګا6 فیټی اسید موجود دي. څو دانې بادم د شپې په اوبو کې واچوئ او سحر پاڅیدو سره سم یې وخورئ.

کیلا:

کیدای شي چې تاسو هم په دې فکر سحر کې کیلې خورئ، چې دا د تغذیه کوونکو میوه جاتو څخه دی. دا خبره خو تر یوه بریده ناسمه هم نه ده. مګر په نهاره د کیلې خوړل ستاسو پر معدې خطرناک اثرات اچولای شي. ځکه په کیلې کې په ډیره اندازه مګنیزیم او پوتاشیم موجود دي. له همدې امله ستاسو په بدن کې وینه په تیزې سره حرکت کولای شي او ستاسو زړه ته زیان رسولای شي.

ترش میوه جات:

کیدای شي چې تاسو ته مو خپلې مور ویلې وي، چې په سحر کې ترش میوه جات مه خوره. که تاسو په نهار مالټې او داسې نور څه وخورئ نو له سره به تاسو ته تیزابیت ناروغي پیدا شي. د فایبر زیاتوالی او په دې میوو کې موجود فرکټوز (یو ډول شکر) ستاسو هاضمې سیستم کمزوری کوي. او ټوله ورځ دا سیستم خرابولی شي.

هګۍ:

دا یو مکمل غذا او د معدې لپاره ډیره مفید دی.

د څیړنو په مطابق په سحر کې خوړل شوې هګۍ ستاسو د ټولې ورځې کالوري له مینځه وړلو کې کومک کوي. او د خیټې وازده ډیریدو مخنوی کوي.

شهد:

په شهد کې وټامینونه، انزایمونه او فلوراید موجود دي، کوم چې تاسو ته د صحت مند پاتې کیدو کې مرسته کوي. شهد په اوبو کې حل کولو ورسته څښلو سره ستاسو د بدن ټول زهرجن مادې له مینځه وړي. چې له دې سره ستاسو میتابولیزم هم تیزیدلای شي. ځکه چې په بدن کې د بدنې قوت ټوله ورځ ستاسو په کار راځي. په نهاره کوم ډول خواړه وخورو اوس خو به په مکمله توګه دا پوښتنه ځواب شوې وي.

ژباړه: سید نظیر سادات

نورې لیکنې هم ولولئ: فشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئ

 

 

په اړه Said Nazeer Sadat

زما نوم سید نظیر سادات دی زه په قمر خیریه بنسټ کې د سوشل میډیا مسؤل یم. چې په ۲۰۱۹م کال کې د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم له فاکولتې فارغ شوی یم. او د لیکوال ویبسایټ چلوونکی یم.

Check Also

د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ

د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ

د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ زړه د حملې نښې نښانې …

2 څرګندونې

  1. امین ګل شاهین

    په نهاره کوم ډول خواړه وخورو
    په نهاره کوم ډول خواړه وخورو آیا تاسو سحر د ویښیدو سره سم څه مو چې لاس درشي هغه خورئ؟ ډیری خلک داسې غلطي کوي. دفتر ته د ناخوته کیدو په خاطر مونږ خپله (ناشته) د سحر چای ته پاملرنه نه کوو او په نهاره هغه څه خورو، چې باید ونه خوړل شي، ځکه چې د دغو خواړو له امله زمونږ ګیډه کې تیزابیت او ګیس راټولیږي او له دې سره مونږ ته ډیری ستونزې ولاړولای شي.

    که د سحر په (ناشته) کې لږ د احتیاط څخه کار واخیستل شي، نو زمونږ او ستاسو ورځ به هم ښه تیره شي او عصبي سیستم به هم ښه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *